انځور: استول شوی

د درنې واورې ورېدنې له امله د کونړ – نورستان لویه لار د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د درنې واورې ورېدنې له امله د کونړ – نورستان لویه لار او د یاد ولایت د واما، کانتیوا او وانټ وایکل ولسوالیو لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

د نورستان د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد نبي عادل وایي، چې یادې لارې نن (شنبه، ۱۲ د کب) سهار مهال د نورستان ولایت په اړوندو سیمو کې تړل شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د کونړ – نورستان لویې لارې په اوږدو کې یې د واورې پاکونې چارې پېل کړي؛ ترڅو ژر تر ژره یاده لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

د هغه په خبره، له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې په دغه ولایت کې د درنې واورې ورېدنه روانه ده، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

دغه راز د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره اعلان کړی، چې په هېواد کې د واورې د پرلپسې ورښت له امله د سالنک لویه لارې ترڅنګ د هیواد د اوو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت محمد اشرف حق شناس ویلي، چې په بامیان، غور، دایکندي، غزني، نورستان، سرپل او بلخ ولایتونو کې یو شمېر مواصلاتي لارې تړل شوې دي.