Photo: WFP Afghanistan

افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره د بودیجې کمښت؛  اوچا: تر اوسه ۸۷ میلیونه ډالر تامین شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره د اړتیا وړ ۳.۰۶ میلیارده ډالرو څخه یوازې ۸۷ میلیونه ډالره تامین شوي دي.

اوچا نن (یکشنبه، ۱۳ د کب) پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د مرستې رسولو ډېر پروګرامونه له خطر سره مخامخ دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو بشري همکارانو په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې له ۳۲.۱ میلیونه وګړو سره لږ تر لږه یو ډول مرستې کړې دي.

اوچا وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د دوی راتلونکي خواړه به له کومه کېږي.

د دغه پروګرام په وینا، په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او ښځې د خوارځواکۍ سره مخ دي او د مرستو له کمېدو سره به یې وضعیت نور هم خراب شي.