پکتيا کې د یوې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله شپږ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د يوې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله د یو کور دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په دغه ولايت د طالبانو امنيې قومندانۍ نن (يکشنبه، ۱۳ د کب) په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د جاني خېلو ولسوالۍ په «توغه» سيمه کې رامنځته شوې.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د بسم الله په نوم د يو کس ماشومانو خپل کور ته سرګلوله وړې وه، چې د لوبو پر مهال يې پرې چاودنه کړې او پر مهال يې دوه ماشومان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

خبرپاڼه کاږي چې ټپي ماشومان د پېښې له ځايه د خوست ولايت ملکي روغتون ته وړل شوي، خو د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

په هيواد کې لاهم ډېرې سيمې له ناچاوده توکو نه دي پاکې شوي او لېرې پرتو ولسواليو کې دغه توکي د خلکو ژوند ته لوی خطر بلل کېږي.