وروستیو ورښتونو کونړ کې د استوګنې څه باندې ۲۰۰ کورونه زیانمن کړي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولین وايي، چې وروستیو واورو او بارانونو د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د استوګنې ۲۲۶ کورونه، یو شمېر لویې لارې او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي.

کونړ کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د زیانونو د ارزونې مدیر احسان الله احساس نن (سې شنبه، ۱۵ د کب) دغه شمېرې له رسنیو سره شریکې کړي.

احساس زیاتوي، چې وروستیو ورښتونو د کونړ د مرکز اسعد اباد په ګډون په چپې درې، خاص کونړ، ناړۍ، مرورې، نرنګ، سرکاڼو او اسمار ولسوالیو کې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

دی زیاتوي، چې د وروستیو ورښتونو له امله په یادو ولسوالیو کې سیلابونه هم راغلي، چې لسګونه جریبه کرنیزه، د اوبو سربندونه او ویالې یې وېجاړې کړي اولسګونه څاروي هم تلف شوي دي.

د هغه په خبره، وروستیو واورو د اسعد اباد په اندر سېر سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي مړه او درې نور ټپیان کړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو.

زیانمن شوي وايي، په هېواد کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بې روزګارۍ پراخې څپې ځپلي او غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې ورسره کافي مرستې وشي.

وروستیو وروښتونو او طبيعي افتونو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سلګونه کورنیو ته د سر او مال زیانونه اړولي او له جدي ستونزو سره مخ دي، چې د حل په برخه کې یې د طالبانو د حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو د لازمې پاملرنې غوښتنه کوي.