اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي، هېواد یې لاهم د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړي پرون دوشنبه (۱۴ د کب) په یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د مرستو د کمښت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړې چې هیواد یې د افغانستان د اقتصاد د بنسټیزو مسایلو د حل په لټه کې دی.
نوموړي ويلي: «يو څه چې موږ يې کولو ته دوام ورکوو، په لويه کچه د اقتصاد بنسټيزو مسايلو ته رسيدګي ده چې د اوسني بشرپالي غبرګون د لا موثريت لپاره لازم ثبات برابروي او نن چې په افغانستان کې کوم انساني کړکېچ وينو د هغه د ډېری مسايلو په کمولو کې مرسته کوي.»
میلر زیاته کړې، چې امریکا اوس هم افغانستان ته د بشرپالو مرستو په چمتو کولو کې تر ټولو ستر هیواد دی.
د هغه په وینا، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان له خلکو سره له دوه میلیارده ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
دا مهال په افغانستان کې د مرستو رسړلو پروګرامونه د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره د اړتیا وړ ۳.۰۶ میلیارده ډالرو څخه یوازې ۸۷ میلیونه ډالره تامین شوي دي.
د اوچا په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه راز د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د دوی راتلونکي خواړه به له کومه کېږي.
د دغه پروګرام په وینا، په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او ښځې د خوارځواکۍ سره مخ دي او د مرستو له کمېدو سره به یې وضعیت نور هم خراب شي.