داعش

ننګرهار کې د داعشیانو استخباراتي غړی نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د داعش ډلې د استخباراتو د یو غړي د نیول کیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۴ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه د کورنیو چارو وزارات اړوند د «۹۹۹ ځانګړې قطعې» د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ شپني عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې د «شېر» په نوم د داعش ډلې د استخباراتو یو غړی چې په «موشان» مشهور دی، ژوندی نیولي دی.

د خوږیاڼي په وینا، د یادو عملیاتو پر مهال یادو ځواکونو داعش ډلې سره د اړیکو په تور شپږ نور کسان هم نیول شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تیره شپه د ۹۹۹ قطعې د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال دداعش ډلې د استخباراتو یو غړی ژوندی نیولی او هم له یادې ډلې د اړیکو په تور ۶ نور کسان نیول شوي.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.