اطلاعات روز: د ننګرهار کانال ریاست لپاره د طالبانو مسوولين اټکل کوي چې سږ کال به په دې ولايت کې د خرما حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات وي.
د یادې ادارې لپاره د طالبانو ویاند سید همایون غریبمل وایې چې تېر کال نږدې ۹۰۰ د خرما بوټي القاح شوي و چې ٢٢ ټنه حاصل ترې تر لاسه شوی و او سږ کال نږدې ۱۴۰۰ د خرما بوټي القاح شوي او حاصلاتو په تر لاسه کېدو به د خرما په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څو چنده زیاتوالی راشي.
د نوموړی د معلوماتو له مخې د کانال شرکت هډې فارم ۲ بلاک کې پر ۶۵ جريبه ځمکه خرما بڼوڼه جوړ شوي چې له جملې یې پر ۲۵ جریبه تازه د خرما بوټي کرل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د خرما د حاصلاتو د ډېروالي لامل د خرماوو بڼ ته پاملرنه او د خرما د نویو بوټو پر حاصل راتلل دي.
همدا راز د ننګرهار کانال رياست وايي چې په پلان کې لري چې د خرما د صاحلاتو کچه لوړه کړي تر څو په کور دننه د خرما اړتیا پوره شي.
د کرنیزو چارو پوهان وایې چې ننګرهار ولایت د موسمي جوړښت له مخې د خرما د کښت لپاره مناسب دی او د طالبانو حکومت ته په کار ده چې د خرما د کرکیلې لړۍ هغو ولسوالیو ته هم وغځوي چې خرما په کې ښه حاصل ورکوي.