اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولایت کې د اورلګیدنې په پېښه کې يوه مېرمن مړه او دوه ماشومان ژوبل دي.
د لغمان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایې چې نن (جمعه، ١٨ د کب) د مرکز مهترلام ښار لومړۍ ناحیې اړوند «قلعه فتح الله» سیمه کې ماشپین شاوخوا دوه بجې د یو ځایي اوسیدونکي «خلیل الرحمن» په کور کې لومړی ګاز ډبې چاودنه کړې او بیا اورلګېدنه رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي ټپیان یې د لغمان حوزوي روغتون ته انتقال کړي خو ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.
یوسفزی زیاتوي چې په دې اورلګیدنه کې یادې کورنۍ ته له ځاني زیان سربیره پنځه سوه زره افغانۍ مالي زیان هم اوښتی دی.