اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په افغانستان کې ۵۲ سلنه کسان چې بشرپالو مرستو ته اړتيا لري، ښځې او نجونې دي.
دې دفتر نن (يکشنبه، ۲۰ د کب) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال له اتو ميليونه نجونو او ۹.۲ ميليونه ښځو سره مرسته شوې ده.
د اوچا په وينا، د ۲۰۲۴ کال پر مهال هم له ټولټال ۲۳.۷ ميليونه نفرو څخه چې بشرپالو مرستو ته اړتيا لري، ۵۲ سلنه يې ښځې او نجونې دي.
دې دفتر د ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې دوی په دې هيواد کې له کړکېچ څخه تر ټولو زياتې اغېزمنې دي.
اوس مهال افغان ښځې او نجونې د طالبانو له سختو محدوديتونو سره مخ دي چې جنسيتي اپارتايډ ګڼل کېږي.