اطلاعات روز: د اروپايي ټولنې د بانديني سياست مسوول جوزپ بورل ويلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ شتون لري.
نوموړي دا څرګندونې پرون (سېشنبه، ۲۲ د کب) له اروپايي ټولنې سره د ملګرو ملتونو د همکارۍ په تړاو د دې سازمان د امنيت شورا په کلنۍ غونډه کې کړې دي.
بورل ويلي: «داسې ښکاري چې افغانستان هېر شوی دی، خو بشرپالی، اقتصادي، سياسي او د بشري حقونو وضعيت اندېښمنوونکی دی. په افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ شتون لري. دا وضعيت د زغم وړ نه دی.»
طالبانو پر افغانستان تر ولکې ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت محدوديتونه لګولي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له کار او زده کړو محرومې دي.
د بشري حقونو فعالان د ښځو په تړاو د طالبانو سياستونه جنسيتي اپارتايډ بولي. دوی غواړي چې جنسيتي اپارتايډ د بشريت پر خلاف د يوه جنايت په توګه په رسميت وپېژندل شي.
د اروپايي ټولنې د بانديني سياست مسوول په امنيت شورا کې د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان په اړه د دې شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهليک پر پلي کېدو ټينګار کړی دی. د ده په وينا، د پرېکړهليک د اجرا کولو لپاره فشار او تعامل ته اړتيا ده.
دا پرېکړهليک يو څه وخت وړاندې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د سپارښتونو د اجرا په لړ کې تصويب شو.
په دې پرېکړهليک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتل شوي چې د امنيت شورا له غړو او د طالب چارواکو، ښځو، مدني ټولنې او سيمهييزو هيوادونو په ګډون په افغانستان کې له ښکېلو اړخونو او لوبغاړو سره په مشوره دې د افغانستان په تړاو يو ځانګړی استازی وټاکي چې د بشري حقونو او جنسيت په برخه کې قوي تخصص ولري.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي، چې دا ځانګړی استازی بايد د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنې په داسې توګه پلي کړي چې د يوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي ماموريت ته په کې زيان ونه رسېږي.
په دې اروزنه کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو په نړيواله ټولنه کې د دې هيواد د بيا مدغمولو لپاره د لارې نقشه تياره کړې ده.
د سينيرلي اوغلو له سپارښتنې سره سم، له طالبانو سره د اړيکو عادي کول د افغانستان د نړيوالو تعهداتو تر پلي کولو پورې مشروط دي.
