تورخم کې د تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي چې له پاکستان سره پر پوله تورخم کې يې پاکستان ته د يوولس قلمه تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.

د تورخم لپاره د طالبانو کميسار عبدالجبار حکمت وایې، د کشف امریت پرون ناوخته (پنجشنبه، ٢٤ د کب) په تورخم کې د اوبو د يوه جام په شمول د یوولسو تاريخي اثارو د قاچاق مخنيوی کړی چې يوې ښځې په غير قانوني توګه پاکستان ته انتقالول.

د نوموړي په وينا، د دې تاريخي اثارو د قاچاق په تړاو یوه میرمن نيول شوې ده.

د طالبانو کميسار عبدالجبار حکمت زياته کړې چې یاد اثار د تورخم ګمرک امریت له لوري د تورخم اطلاعاتو او فرهنګ لوی مدیریت ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ځلونو پر تورخم پاکستان ته د تاريخي او لرغونو اثارو د قاچاق مخه نيول شوې ده.