Photo: BNA

طالبانو په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د تمديد هرکلی کړی

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د تمديد هرکلی کړی دی.

ښاغلي مجاهد په يوه غږيز پيغام کې چې نن (شنبه، ۲۶ د کب) د طالبانو تر کنټرول لاندې «ملي راډيو» له لوري خپور شوی، وايي چې د يوناما د ماموريت تمديد به «د افغانستان په خير وي».

دی وايي چې طالبان له هيوادونو او سازمانو سره اړيکو ته اړتيا لري او يوناما کولای شي «اړيکې ټينګې» کړي.

د طالبانو وياند وايي: «خو د افغانستان د خلګو غوښتنه داده چې يوناما په ښه توګه استازولي وکړي، افغانستان له ټولنې … او نړۍ سره وتړي.»

همدا راز ذبيح الله مجاهد وايي چې يوناما د امنيت او ثبات په برخه کې د طالبانو لاسته راوړنې دنيا ته وښيي او هغو هيوادونو ته ډاډ ورکړي چې اندېښنه لري.

ښاغلی مجاهد وايي: «[يوناما] له افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړيکو په برخه کې خپله دنده ترسره کړي، کوم مسايل چې پاتې دي هغه د افهام او تفهيم له لارې حل شي خو د افغانستان د خلګو حق بايد ورکړل شي.»

دی وايي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ بايد طالبانو ته وسپارل شي، د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده شي او له «بې مورده فشارونو» او بنديزونو څخه استفاده ونشي.

همدا راز د طالبانو وياند وايي چې پر دې ډلې بايد په هغه برخه کې اتهام ونه لګول شي چې لا هم پېښ شوي نه دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره شپه د ۲۷۲۷ (۲۰۲۴) پرېکړه‌ليک په صادرولو سره په افغانستان کې د يوناما ماموريت د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷ پورې تمديد کړ.

د امنيت شورا غړو په افغانستان کې د يوناما او د ملګرو ملتونو د ادارو او صندوقونو د شتون پر اړتيا ټينګار وکړ او د يوناما د ماموريت تمديد يې د افغانستان له خلګو د دوامدار ملاتړ نښه وبلله.