اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایې چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د خپلمنځي شخړې له کبله يو تن وژل شوی او يو بل ژوبل دی.
د پېښې یو عیني شاهد اکرام الله وایي چې دا پېښه نن (شنبه، ٢٦ د کب) سهار یوولس بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند «چمتلې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د مالوماتو له مخې د «کامران» او «منصور» په نوم دوو ځوانانو له یو بل کس سره لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو بل ګوزارونه کړي.
د همدې اخ و ډب پر مهال د کامران په نامه کمکی ځوان د مقابل لوري د چاقو په ګوزارونو او د ژورو ټپونو له کبله وژل شوی او د منصور په نامه د ماما زوی یې ټپي شوی دی.
په ورته مهال د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی هم یاده پېښه تاییدوي او وایې هغه کس یې نیولی چې د چاقو په ګوزارونو يې یادو دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
تر دې يوه ورځ وړاندې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ په وسلواله نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوی و.