Photo: Tasnim

درانی: په افغانستان کې پاکستاني طالبان د هند له لوري تمويلېږي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ويلي، چې اسلام اباد داسې شواهد لري چې ښيي پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) د افغانانو په ملتیا له هند څخه پيسې اخلي.

د ډان نيوز رسنۍ له راپور سره سم، ښاغلي دراني پرون شنبه (۲۶ د کب) په اسلام اباد کې د يوې فکر خونې په کوربتوب په يوه پروګرام کې وويل، چې اټکل کېږي چې له پنځو تر شپږو زرو ټي ټي پي جنګيالي په افغانستان کې مېشت دي. د ده په وينا، که د جنګياليو کورنۍ هم په نظر کې ونيول شي، نو شمېر يې ۷۰ زرو ته رسېږي.

دا پروګرام د پاک سولې د مطالعاتو د موسېسې (پي آی پي ايس) له لوري د «افغانستان سوله او دوستي: د پاکستاني د سياست ګټې او انتخابونه» تر نوم لاندې جوړ شوی و.

دراني په دې غونډه کې ویلي، چې له ټي ټي پي سره پخوا د پاکستان د سولې مذاکرات ناکام شوي دي، ځکه دا جنګيالۍ ډله نه هم تسليمېدو ته چمتو وه او نه يې هم د پاکستان اساسي قانون مانه.

ده زياته کړې: «څرګنده ده چې يو بل څوک د هغوی د ساتنې لګښت پرې کوي، ځکه چې د افغانستان موقت دولت نه شي کولای چې د دومره زيات شمېر خلکو ورځنی لګښت ورکړي.»

د دراني په وينا، د پاکستان د دولت او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې د بن‌بست درېيم دليل دا و چې دې ډلې د هغو کرغېړنو جناياتو په تړاو قانون ته غاړه نه ايښودله چې کړي يې دي.

دراني ټي ټي پي د پاکستان لپاره سره کرښه بللې او ويلي يې دي چې اسلام اباد له طالبانو سره په مذاکراتو کې د دې ډلې د جنګياليو د تسليمېد او خالي سلا کولو او د هغې د رهبرۍ د نيولو غوښتنه کړې.

د پاکستاني طالبانو فعاليت د پاکستان له دولت سره د افغان طالبانو د ترينګلتيا لامل دی.

پاکستان په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي پر خلاف دې اقدام وکړي، خو طالبان ادعا کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې نشته.