د خبريالانو مرکز: د روان کال پر مهال مو د رسنيو او خبريالانو د حقونو د نقض ۱۳۹ مورده ثبت کړي

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې د روان لمريز کال پر مهال يې د رسنيو او خبريالانو د حقونو د نقض ۱۳۹ مورده ثبت کړي دي.

د دې مرکز په راپور کې چې نن (يکشنبه، ۲۷ د کب) د «خبريال د ملي ورځې» په مناسبت خپور شوی، راغلي چې په دې شمېرو کې ۸۰ د ګواښ او ۵۹ نور مورده د خبريالانو د نيونې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د ۱۴۰۱ لمريز کال پر مهال د رسنيو او خبريالانو د حقونو د نقض ۲۳۷ پېښې ثبت کړې وې چې په هغو کې د يوه خبريال وژل کېدل او د ۲۱ د نورو ژوبلېدل هم شامل وو.

یاد مرکز  دې راپور ته په اشاره ويلي، چې د روان لمريز کال پر مهال د «هدفي بريد» او خبريال د وژنې او ژوبليدنې هيڅ پېښه نه ده شوې او دا يې يو «مثبت بدلون» او «هيله بښونکی» ګڼلی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز زياته کړې، چې له له یو څه سره-سره د روان لمريز کال پر مهال له کيفي او جوړښتي اړخه د رسنيو او خبريالانو د حقونو نقض کې د تېر کال په پرتله بدلون نه دی راغلی.

د دې مرکز په راپور کې ويل شوي: «د ۱۴۰۲ کال پر مهال په ټولو ثبت شويو پېښو کې اته پېښې د رسنيز کار او يا هم رسنيو د فعاليت وې چې په دې لړ کې د ښځينه او نارينه خبريالانو زده کړييزه دوره په دايمي توګه، پنځه محلي راډيوګانې له څو ساعتونو تر څو اونيو، د راډيو او ټلويزیون يوه محلي شبکه د ۲۰ ورځو لپاره او يوه بله محلي راډيو د پنځو مياشتو لپاره تړل شوه وه.»

همدا راز دې مرکز ويلي، چې په دې کال کې طالبانو د دوو محلي راډيوګانو مدير مسوول د جنايي، له باندنيو رسنيو سره د همکارۍ او جاسوسۍ په تور محاکمه کړی او يو کال يې زنداني کړی چې اوس د خپل بند موده پوره کوي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز له راپور سره سم، د روان کال پر مهال د استخباراتو ادارې او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په مستقيمه او غير مستقيمه توګه او د خبريالانو د نيونې، ګواښنې او ويرونې له لارې د رسنيو او بيان د ازادۍ په ځپنه کې لاس درلود.

په دې راپور کې ويل شوي چې له دې سره-سره په يو شمېر سويلي او سويل ختيځو ولايتونو کې پر رسنيو او خبريالانو محدوديتونه مخ پر زياتېدو و او «يو شمېر ځايي طالبانو د رسنيو د ځپنې په موخه بې مخينې علني اقدامات کړي دي».

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په راپور کې ويل شوي چې رسنيزو تېروتنو ته د رسيدګۍ لپاره د طالبانو د ځانګړي کميسيون له لارې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هڅو سره-سره دې کمیسيون د استخباراتو او امر بالمعروف د استازو د فشار له کبله ملموسې لاسته راوړنې نه دې درلودلې او حتا ځينې وختونه د خبريالانو او رسنيو د حقونو د نقض لامل شوي دي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د رسنيو او خبريالانو پر فعاليت پراخ محدوديتونه لګولي او په ځلونو يې خبريالان نيولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.

د دې ډلې محدوديتونه د دې لامل شوي، چې په هيواد کې ډېری ازادې رسنۍ وتړل شي، په سلګونو خبريالان د خپل ځان ژغورنې په موخه افغانستان پرېږدي او په هيواد کې فعالې رسنۍ هم له پراخو ننګونو سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته