انځور: ټولنیزې رسنۍ

ننګرهار کې یو ځوان ځان وژنه کړې

ننګرهار کې ځایي طالب چارواکي وايي چې د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې يو کس د کورني تاوتريخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایې چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱ د وري) د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «رفیع الله» په نوم یو کس ځان د ټوپک په ډزو وژلی دی.

نوموړي زياته کړې، پلټنو ښودلې چې د ځان وژنې لامل کورنی تاوتريخوالی و خو په دې اړه يې نور جزييات نه دې ورکړي.

په هيواد کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ځان وژنې پېښې زياتې شوې دي.

څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې يوې ښځې د کورني تاوتريخوالي له وجې ځان وژنه کړې وه.