يونيسکو: په افغانستان کې ۱.۴ ميليون نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او زده کړييز سازمان (يونيسکو) وايي چې په افغانستان کې تر ۱.۴ ميليون تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې دي.

دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۲ د وري) پر فيسبوک ليکلي چې د نجونو محرومول په جدي توګه د هغوی رواني حالت زيانمنوي او د افغانستان د پرمختګ مخنيوی کوي.

طالبانو پرون په پر له پسې توګه درېيم تعليمي کال د نجونو له حضور ته پيل کړ.

دې ډلې پر افغانستان د خپلې واکمنۍ په لومړيو ورځو کې تر شپږم ټولګي لوړې نجونې تر «بيا اطلاع» ښوونځي ته له تلو منعه کړې.

طالبانو تر دې وروسته پوهنتونونه او خصوصي زده کړييز مرکزونه هم د هغوی پر مخ وتړل.

د دې ډلې له لوري د نجونو پر زده کړو او تحصيل بنديز په نړيواله کچه غندل شوی او ډېری هيوادونه يې لغو کېدل له دې ډلې سره د اړيکو د عادي کېدلو په لړ کې د لومړني شرط په توګه وړاندې کوي.

د افغانستان وګړو هم د درو وروستيو کلونو پر مهال بيا – بيا د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستنې غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه د افغانستان د وګړو او نړيوالې ټولنې غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې او د نجونو پر زده کړو او تحصيل بنديز لا هم پر خپل ځای دی.