اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې روسیه کې د کنسرت پر یو تالار برید چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې غندي او دا یې له «ټولو بشري ارزښتونو ښکاره سرغړونه» بللې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار (شنبه، ۴ د وري) پر ایکس په خپله پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې داعش په دې برید سره وښودله چې د استخباراتي سازمانونو په لاس کې یوه ډله ده او موخه یې د «اسلام بدنامول» او د ټولې سیمې ګواښل دي.
هغه زیاته کړې: «د سیمې هېوادونه باید د داسې پېښو پر وړاندې چې سیمه بې ثباته کوي، همغږي، واضح او پرېکنده دریځ غوره کړي.»
یو شمېر نورو افغان سیاسي ډلو او سیاستوالو هم دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
تېره شپه وسله والو بریدګرو د مسکو په لوېدیځ کې د «کروکاس» په ښار کې د کنسرت پر بو تالار برید وکړ.
روسي پلټونکو اعلان کړی چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د روسیې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د ۶۰ ټپیانو حالت نازک دی.
داعش ډلې د «العماق» ټلګرام چینل له لارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی، خو د روسیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
امریکا ویلي، چې دغه هیواد په وروستیو اونیو کې روسیې ته په لویو راټولیدنو د برید په اړه خبرداری ورکړی و.