ننګرهار کې يوې ښځې د «لوږې» له کبله ځان وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوې میرمنې د فقر او بېوزلۍ له کبله ځان وژنه کړې ده.

د سیمې یو اوسیدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې یادې میرمنې تېره ورځ (یکشنبه، ۵ د وري) غرمه مهال په اچین ولسوالۍ کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی او مړه شوې ده.

سرچينو ويلي چې یادې میرمنې پنځه اولادونه لرل او له خاوند سره يې څو ورځې نهاره تېرې کړې وې. کورنۍ يې د مړينې لامل اقتصادي ستونزې يادوي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د ځان وژنې پيښې ډیرې شوي چې فقر، رواني ناروغۍ، بې سوادي او کورنی تاوتریخوالی يې د عواملو په توګه په ګوته کېږي.