ننګرهار کې «ناپېژانده وسله والو» یو کس په ډزو وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې «ناپیژانده وسله والو» یو کس په ډزو وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی حبیب الله وایي، چې پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ٦ د وري) مازدیګر ۰۵:۰۰ بجې د پچیر اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره، چې سیمه کې ناپيژانده وسله والو د حاجي خانولي په نامه یو کس په ډزو وژلی او له سیمې تښتیدلي دي.

هغه زیاتوي، چې د وژل شوي کس کورنۍ له چا سره شخصی دښمني نه درلوده او نږدې یوه میاشت وړاندې له سعودي عربستان څخه خپلې کورنۍ ته راستون شوی و.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم ننګرهار کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه څه ویلي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول هدفي وژنو ولسي خلک اندیښمن کړي او پر طالبانو نیوکه کوي، چې د پېښو په مخنیوي او د قاتلینو په نیولو کې پاتې راغلي دي.