طالبانو کندهار کې پنځه کسان د «لواطت» په تور په دُرو ووهل

اطلاعات روز: د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدایه محکمې پنځه تنه د اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

ارغنداب کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې دغه کسان د «لواطت» په تور نیول شوي وو او تېره  ورځ (چهارشنبه، ۸ د وري) د دې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د حکم په اساس هر یو ۳۹ دُرې وهل شوی او ترڅنګ یې په دوه، دوه کال بند سزا محکوم شوي.

دوی زیاتوي، چې یاد پنځه کسان ټول نارینه وو او څه موده وړاندې د لواطت په تور نیول شوي وو.

طالب چارواکو د تورن کسانو د اعتراف په اړه څه نه دي ویلي او نه هم دا په ډاګه شوې چې ایا یادو کسانو د طالبانو پر شوې پریکړې او سزا قناعت کړی او که نه؟

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاره په یوه غږیزه وینا کې په اخلاقي فساد تورنو کسانو ته په عام محضر کې د دُرو وهلو او د سنګسار په سزا ټینګار کړی و.