اطلاعات روز: د هېواد ملي امنیت شورا وایي، طالبانو د خپلو نورو ژمنو ماتولو ترڅنګ لا هم له تاوتریخوالي لاس نه دی اخیستی او دغه راز له بهرنیو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې لا هم شته دی.
د دې شورا ویاند رحمت الله اندړ نن (چهارشنبه، ۶ د کب) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې طالبانو خپلې ژمنې ماتې کړي او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی. د هغه په وینا، طالبان د نورو کلونو خلاف سږ ژمي کې خپله جګړه کمه کړې هم نه ده.
د طالبانو له خوا له نورو ترهګرو ډلو سره د دې ډلې د اړیکو پای ته رسولو ژمنه د تېر زیږدیز کال د فبرورۍ په ۲۹مه له امریکا سره د سولې تړون کې شوې وه، خو د هېواد ملي امنیت شورا وایي، دې ډلې لا هم دغه اړیکې نه دي پرې کړي.
ملي امنیت شورا وایي، د طالبانو په لیکو کې بهرني ترهګر په تېره بیا القاعده پرېمانه جنګیږي.
د یادې شورا ویاند رحمت الله اندړ لیکلي: « تر اوسه هیڅ داسې دلیل نه شته چې له بهرنیو تروریستي ډلو څخه د طالبانو د لرې کېدو لېوالتیا تمایل ثابته کړي، ځکه طالبان او القاعده داسې ایډیالوژیک مشترکات لري چې د هېوادونو پر جغرافیایي تقسیمبندي هم باور نه لري.»
طالبانو که څه هم د ملي امنیت شورا دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ویلي چې د دوحې سولې تړون کې د کړو ژمنو له مخې یې بهرنیو جنګېدونکو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.