Photo: @TOLOnews

د طالبانو د عدليې وزارت سرپرست: د ګوند نوم اخيستل جرم دي

اطلاعات روز: د طالبانو د عدليې وزارت سرپرست ويلي چې ګوندونه په دې رژيم کې «ځای نه لري او د ګوند نوم اخيستل جرم دي».

ده دا څرګندونې نن (شنبه، ۱۱ د وري) په کابل کې د يوې ناستې پر مهال د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره د طالبانو وروستيو جنجالونو ته په اشارې کړې.

طالبانو په دې وروستيو کې ګلبدين حکمتيار له هغه کوره ايستلی چې پخواني حکومت د سولې د توافق له مخې ورته ورکړی و. د حکمتيار زوی حبيب الرحمان حکمتيار د طالبانو پر دې کار کلکې نيوکې کړې او دا کار يې «بد او شرموونکی» بللی.

د طالبانو د عدليې وزارت سرپرست نن په کابل کې د خپلو خبرو پر مهال دې جنجال ته په اشارې ويلي چې اوس له دې ډلې پوښتل کېږي چې «ولې د سپين ږيرو درناوی نه کوي؟»

ده زياته کړې چې حکمتيار ته د کور ته د خالي کولو په موخه يوه اونۍ وخت ورکړل شوی و، خو دا فرصت تر پسرلي پورې تمديد شو او طالبانو ورته کور هم پيدا کړ.

شرعي وايي: «اوس تاسو دا احترام بولئ او که بې احترامي؟ که دا بې احترامي بولئ، نو د دې معنا داده چې په احترام نه پوهېږئ او عقل مو کار نه کوي.»

ده زياته کړې چې حکمتيار د خپل ګوند له ادرسه دريځ نيسي، خو ګوند د طالبانو په رژيم کې «قانونيت» نه لري.

شرعي حکمتيار ته په خطاب کې ويلي: «ښاغليه، د ګوندونو رياست د عدليې وزارت په تشکيلاتو کې تېر کال لغو شوی دی. ګوندونه له قانوني اړخه په دې نظام کې ځای نه لري. د ګوندونو يا هم د ګوند نوم اخيستل له قانوني اړخه يو جرم دی.»

د طالبانو د عدليې وزارت سرپرست تېر کال هم په خپلو څرګندونو کې ويلي و چې په هيواد کې د ګوندونو سياسي فعاليت په «بشپړه توګه» ممنوع دی.

پر هيواد د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د افغانستان د عدليې وزارت پر ويبپاڼه د يوه لړليک له مخې په دې وزارت کې ۷۳ سياسي ګوندونه ثبت و.