Chairman of the Joint Chiefs of Staff

د سنټکام پخوانی قومندان: له افغانستانه د امريکا تر وتلو وروسته داعش وده کړې

اطلاعات روز: د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ (سينټکام) پخواني قومندان فرانک مکنزي ويلي، چې له افغانستانه د امريکايي نظاميانو تر وتلو وروسته داعش په دې هيواد کې وده کړې ده.

نوموړي د يکشنبې په شپه (۱۲ د وري) له اې بي سي نيوز شبکې سره پر امريکا او نورو هيوادونو د بريد لپاره د داعش د «شديد تمايل» په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې متقاعد امريکايي جنرال ويلي: «کله چې هغوی داسې څه وايي بايد موږ باور پرې وکړو. دوی هڅه کوي چې داسې کار وکړي.»

ده په مسکو کې وروستۍ مرګوني برید ته په اشارې چې داعش يې مسووليت ومانه، ويلي چې فکر کوي ګواښ مخ پر زياتېدو دی.

مکنزي زیاته کړې: «څرنګه چې مو افغانستان پرېښود، داعش په ودې پېل وکړ او پر داعش خراسان فشار ختم شو.»

د ده په خبره، چې د امريکا، د هغه د شريکانو او نورو هيوادونو پر خلاف له ګواښونو سره د مقابلې لپاره زياتو هڅو ته اړتيا ده.

د سنټکام پخواني قومندان ویلي، چې متحده ايالات په عراق او سوريه کې له افراطيانو سره د مقابلې لپاره کافي نظامي حضور ته اړتيا لري او که يې په افغانستان کې خپل يو شمېر ځواکونه ساتلي وای، تر نن به خوندي وای.

که څه هم د امريکا ولسمشر جوبايډن وړاندې ويلي و، چې په افغانستان کې «د چټک او پرېکنده عمل» لپاره به هوايي وړتيا وي، خو مکنزي دا موضوع رد کړې ده.

ده ويلي: «په افغانستان کې موږ تقريبا له دې هيواده د څار او پر دې هيواد د بريد لپاره هيڅ وړتيا نه لرو.»

د ده په وينا، دا د اسلامي دولت (داعش) او جنګياليو لپاره يو نعمت دی.

ده ويلي: «که وغواړئ چې پر هغوی فشار راوړئ … د هغوی په وطن او پټنځايونو کې داسې بريدونه ترسره کول د هغوی لپاره سخت تمامېږي. متأسفانه، موږ نور پر هغوی فشار نشو راوړلای. له همدې کبله هغوی ازاد دي چې قدرت تر لاسه کړي، په ازاده توګه پلانونه جوړ کړي او په ازاده توګه همغږي کوي.»

مکنزي ويلي چې که متحده ايالاتو او متحدينو يې يو شمېر ځواکونه په افغانستان کې ساتلای او هلته يې خپله نظامي جګړه اوږده کړې وای، «هر څه به متفاوت و … زه فکر کوم چې د اوس په پرتله به خوندي وای».

په افغانستان کې طالبان وايي، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوي دي. د طالبانو د دې ادعاوو بر خلاف د داعش بريدونه دوام لري. دې ډلې وروستی بريد په کندهار کې وکړ.

طالبان امريکايي چارواکي تورنوي چې د داعش په ګټه تبليغات کوي او دا ډله تر واقعيت غټه ښيي.