Photo: supremecourt.gov.af

طالبانو په کابل او کندهار کې اوو تنو ته د بېلابېلو جرمونو په تور سزاګانې ورکړي

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په کابل او کندهار کې د یوې ښځې په ګډون اوو تنو ته د «نامشروع اړیکو» سیاسي فعالیت، نشه یې توکو د پېر او پلور او «اخلاقي فساد» په تور د بند او دُرو وهلو سزاګانې ورکړل شوي دي.

د دغه محکمې د یوې اعلامیې له مخې، نن (پنج‌شنبه، ۱۶ د وري) د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور ۳۵-۳۵ دُرې وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ښځه او سړی ده سبز ولسوالۍ کې د دوی د ابتدایه محکمې د حکم له مخې په دُرو وهل شوي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې تورنو ته د دُرو سزا ترڅنګ د بند سزا هم اورول شوې، چې نارینه په څلور کاله تنفیدي بند او ښځه په درې کاله تنفیذي بند محکوم شوي دي.

دې محکمې په یوې بلې اعلامیې کې ویلي، چې کندهار زون لپاره د طالبانو نظامي محکمې نن څلورو کسانو ته د سیاسي فعالیت او «اخلاقي فساد» په تور سزاګانې ورکړي دي.

اعلامیه کې راغلي، چې د تورنو له ډلې دوه کسان د سیاسي فعالیت په تور ۱۵-۱۵ کاله قید او یو بل بیا په همدې تور ۳۰ دُرې وهل شوی او د بند سزا هم اورول شوې، خو په اعلامیه کې د بند موده نه ده په ډاګه شوې. دغه راز څلورم کس بیا د اخلاقي فساد په تور په اته میاشتې بند محکوم شوی دی.

دغه راز دریمه اعلامیه چې د طالبانو سترې محکمې خپره کړې په کې راغلي، چې په کندهار کې یو کس د نشه یي توکو د پېر او پلور په تور په دُور وهل شوی دی.

یادې محکمې ویلي، چې دغه کس تېره ورځ د کندهار نظامي محکمې د حکم په اساس په عام محضر کې ۳۰ دُرې وهل شوی او د بند سزا هم اورول شوې، خو د بند د مودې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو سترې محکې د پورته ټولو کسانو د هویت او هغوی ته د سزا ورکول مشخص ځای په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیسې په مکرر ډول تورن کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او پنځه کسان یې د سلګونو کسانو په حضور کې اعدام کړي دي.