Photo: odkb-csto.org

د ډلييز امنيت د تړون سازمان: د يوه سولييز او له تروريزمه خلاص افغانستان ملاتړ کوو

اطلاعات روز: د ډلييز امنيت د تړون سازمان عمومي مشر ايمانقلي تاسماګامبتوف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او يوناما له رييسې رزا اوتنبايوا سره په ليدنه کې ويلي چې د دې سازمان هيوادونه د خپلواک، متحد، سولييز او له تروريزمه، جګړې او نشيي توکو خلاص افغانستان ملاتړ کوي.

د ډلييز امنيت د تړون سازمان له اعلاميې سره سم، دا ليدنه پرون (سې‌شنبه، ۲۱ د وري) د دې سازمان په مقر کې په مسکو کې شوې ده.

اغلې اوتنبايوا په دې ليدنه کې په سيمه کې د سولې او ثبات په لړ کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د نړيوالې همکارۍ او له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د بيا يو ځای کېدو په اړه معلومات ورکړي دي.

همدا راز د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په افغانستان کې دننه د سياسي پرمختيا په تړاو خپل مشاهدات د ډلييز امنيت د تړون د سازمان له عمومي مشر سره شريک کړي دي.

په دې ليدنه کې د ډلييز امنيت د تړون سازمان عمومي مشر ټینګار کړی دی چې د دې سازمان غړي هيوادونه غواړي چې افغانستان يو متحد، سولييز، له تروريزم، جګړې او نشيي توکو خلاص هيواد وي.

تر دې وړاندې هم د ډلييز امنيت د تړون سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه انديښنه ښوولې او په دې هيواد کې يې له تروريزم سره د مبارزې غوښتنه کړې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مسکو ته په سفر کې همدا راز د «مشترک المنافع خپلواکو هيوادونو» له عمومي مشر سرګيي لبيدوف سره ليدلي او خبرې يې ورسره کړې دي.

دواړو اړخونو په دې ليدنه کې د ګډو ستونزو د حل کولو او د نړيوالو مسايلو په تړاو د اړيکو ساتلو په برخه کې پر زياتې همکارۍ ټينګار کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) دفتر تر اوسه د دې ليدنو او مسکو ته د اغلې اوتنبايوا د سفر په اړه معلومات نه دې وړاندي کړي.