ننګرهار کې ورښتونو او سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې نن (دوشنبه، ٢٧ د وري) سهار په چپرهار ولسوالۍ کې يو ۸ کلن ماشوم سېلاب وړی او مړ شوی او دغه راز په مومندرې ولسوالۍ کې د یو کور د چت پرېوتو له امله يوې ۱۲ کلنې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د ننګرهار په حصارک، لعلپورې، کامې، ښېوې، دور بابا، مهمندرې او یو شمیر نورو ولسواليو کې هم د بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله د خلکو ګڼ شمیر استوګنیز کورونه ويجاړ شوي او کرنیزې ځمکې يې تخريب او پرې ولاړ فصلونه تر خاورو لاندې شوي دي.

قریشي زیاتوي چې ځپل شوو سېمو ته د بېړنۍ مرستو رسونې په موخه ولایتي ادارې د سروې ټیمونه استول شوي او له اړمنو سره به عاجلې مرستې ترسره شي.

بلخوا د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې روانه اوونۍ د هیواد په زیاتره ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.