وروستیو ورښتونو سویل ختیځ زون کې خلکو ته د مالي زیان سربیره پکتیا او لوګر کې د شپږو تنو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په پکتیا، لوګر، پکتيکا او خوست ولايتونو کې ځايي سرچينې وايي، د تېرو دريو ورځو په جريان کې د ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې د سيمې خلکو ته يې د مالي زيان سربېره ځاني تلفات هم اړولي دي.

د پکتیا په مرکز ګرديز ښار کې سيمه ييزې سرچينې وايي، تېره شپه (دوشنبه، ۲۷ د وري) د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې په يو کور غر ښويېدنه شوې چې د  ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۵ غړي په کې مړه شوي.

د سرچينې په حواله پېښه د وزې ځدراڼ ولسوالۍ په «خوساچنګي» سيمه کې رامنځته شوې.

د دې پیښې په اړه طالب مسوولینو تر اوسه څه نه دي ویلي.

دغه راز په لوګر ولايت کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې وړمه شپه د دغه ولايت په ډیری ولسواليو کې شديد ورښتونه شوي چې په خروار ولسوالۍ کې د يوې خونې چت پرېوتو پېښه کې يوه ښځه مړه شوې او يو بل ماشوم ټپي دی.

د ياد ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو د عوايد تنظيم آمر قاري عبدالبصير شاهد وايي، په ازره ولسوالۍ کې  سېلابونو له امله ۱۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه، ۵۰ کورونه، لسګونه څاروي او ځينې باغونه له منځه تللي دي.

د دغه زون په پکتيکا کې هم سېلابونه راوتلي چې خلکو ته په کې مالي زیانونه رسیدلي دي.

په دې ولایت کې له تېرو څو ورځو راهيسې ورښتونو زور اخيستی، د دغه ولايت لپاره طالب مسوولينو ويلي، چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې تېره شپه سېلابونه راوتلي چې د سيمې د اوسېدونکو د ۲۵ په تعداد د استوګنې کورونه يې نړولي او هم يې ۸۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه له منځه وړې ده.

مسوولينو زياته کړې چې د ولايت مقام تر رهبرۍ لاندې بېړنۍ ناسته هم شوې او ځينو سېلاب ځپلو خلکو ته يې لومړنۍ مرستې رسولې دي.

تر اوسه په ياد ولايت کې د ځاني زيان په اړه خبرونه نه دي ورکړل شوي.

د يادونې ده چې د خوست په مرکز او ځينو سيمو کې هم ورښتونو مالي تاوان اړولی او د ځاني زيان په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو حکومت طبیعي او بېړنيو پېښو ته د رسېدو وزارت په يوې خبرپاڼه کې د وروستيو ورښتونو له امله د اوښتي زيان معلومات شريک کړي او ويلي یې دي چې تر اوسه د دغو سېلابونو له کبله شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته