کونړ کې سختو ورښتونو او سیلابونو یو کس مړ او دوه ټپیان کړل

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د سیلابونو او د یو کور چت پرېوتو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وايي، دغه پېښې نن (سې شنبه، ۲۸ د وري) په غازي آباد او شیګل ولسوالیو کې رامنځته شوي.

دهقان زیاتوي، چې لومړۍ پېښه په غازي آباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې سیلابونو یو کس له ځان سره وړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې د شیګل ولسوالۍ په خوړ کلي کې د ورښتونو له امله د یو کور چت پرېوتی، چې له امله یې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ او یو ۲۴ کلن هلک ژوبل شوي دي.

دهقان وايي، چې د کونړ په ګڼ شمېر سیمو کې ورښتونو او سیلابونو ځايي خلکو ته درانه مالي زیانونه هم رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله د یوه کور چت پرېوتی و، چې یوې مېرمنې او یو ماشوم په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.