کندهار کې یو تنکی ځوان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی

اطلاعات روز: کندهار ښار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ښار د نهمې ناحیې اړوند «لویه ویاله» کې یو ۱۶ کلن ځوان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

پولیس زیاتوي، چې دا ځوان نن (یکشنبه، ۲ د غويي) له غرمې وروسته اوبو ډوب کړی دی.

د دوی په خبره، دغه ځوان ۱۶ کاله عمر درلود او د کندهار ښار د اتمې ناحیې اوسیدونکی و.

د طالبانو پولیس زیاتوي، چې د دغه ځوان جسد یې له اوبو را ویستلی او میرویس حوزوي رغتون ته یې انتقال کړی دی.

د هوا په ګرمیدو سره کندهار او نورو ولایتونو کې دا ډول پیښې زیاتیږي، چې ډیری ځوانان میله ځایونو کې ژورو اوبو کې لامبو وهي.