ځواکونه

جلال اباد ښار لپاره د داعشیانو د عملیاتو پلان جوړوونکی نیولی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار لپاره یې د داعش ډلې د عملیاتو پلان جوړوونکی نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۹ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د داعش ډلې دغه غړی تېره شپه د ملي امنیت اړوند «صفر۲» قعطې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو ترڅ کې نیولی دی.

د خوږیاڼي په وینا، دغه کس یادې ډلې ته مالي زمینه هم برابروله او همدارنګه یې د ټولنیزو رسنیو له لارې د داعش په ګټه تبلیغات هم ترسره کول.

خوږیاڼي زیاته کړه: «د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې د داعش ډلې د عملیاتو پلان جوړوونکی نیول شوی.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.