ولسمشر غني: خبره د قدرت ده او د قدرت حللاره یوه سیاسي هوکړه ده

اطلاعات روز: د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني دولت ضد ډلو ته په خطاب کې وویل، جنګ اسانه کار دی خو مېړانه دا ده چې راشئ او سوله وکړئ.

ولسمشر غني نن (شنبه، ۹ د کب) د سرتېرو ورځې په پار ملي دفاع وزارت کې جوړې شوې غونډې ته وویل، اوسمهال له جنګ وراخوا د واک خبره ده او د دې واک د ترلاسه کولو حللاره یوه سیاسي هوکړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر دوحه کې د سولې خبرو کې یو ځل بیا نوې څاه چلېدلې او دواړو خواوو ناستې پیل کړې دي. خو ولسمشر غني وویل، روانه جګړه هېڅ راز اسلامي توجېه نه لري او په وینا یې اوس دا چې خبره د جګړې نه بلکه د واک ده، نو د حل لاره یې یوه سیاسي هوکړه ده.

نوموړي دغه راز یو ځل بیا د دې حکومت د کار پر پای ته رسولو او د ټاکنو له لارې د راتلونکي ولسمشر پر ټاکلو ټینګار وکړ. د ښاغلي غني دا ټینګار په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې له بېلابېلو ادرسونو د لنډمهالې اداره د راتګ او د اوسني حکومت له وخت وړاندې ختمولو ګنګوسې روانې دي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، طالبانو تېر کال غوښتل چې دولت نسکور او ویې ویشي، خو په وینا یې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې مخه ونیوله. هغه په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د نړۍ د عالمان خبره تکرار کړه چې روان جنګ یې ناروا بللی و.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وویل، تېر کال دوی ته یو سخت کال و. د ده په وینا، کرونا، د سولې لپاره د طالب بندیانو خوشې کول او له بهرنیانو افغان ځواکونو ته د مسوولیت سپارنه هغه دلیلونه ول چې دغه کال یې دوی ته سخت کړی و، خو په وینا یې چې دوی پر وړاندې مدبرانه مبارزه وکړه.

ښاغلي میاخېل وویل، ډېری طالب جنګیالي له بند ازادېدو وروسته بېر ته د جنګ لیکو ته ولاړل او دا د پر امنیت یو اغېز اچوونکی فکټور و.

د دفاع وزارت لومړي مرستیال زیاته کړه چې د دولت ضد ډلو له خوا د پسرلنیو عملیاتو او جنګونو ته اندېښنه ځکه په کار نه ده چې دوی ور ته تیار دي.

په دې غونډه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته د درناوي په خاطر ولسمشر غني اعلان کړه چې په راتلونکي ۱۴۰۰ل کال کې به د یادو ځواکونو کورنیو ته په قوت کې د کورونو جوړول جوړ شي. د نوموړي په وینا، دغه شمېر به په سلهاوو نه بلکه په زرهاوو وي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په دوام کې وویل، ترهګري یو نړیوال ګواښ دی خو افغان ملي ځواکونه ۹۰ سلنه د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه