د کندهار خوږ ژبي ممثلين چې اوس مهال په غربت، بې روزګارۍ او کړاوونو کې ژوند تېروي، وايي نه په تېر او نه هم اوس ورته هيڅ يو واکمن حکومت پاملرنه کړې او تل يې هنر له ياده ويستل شوی دی.
دغو ممثلينو په تېرو کلونو کې په خپلې خوږې ژبې او لهجې تر نورو بې خبره وګړو د سولې، تعليم، خدمت کولو او وطن جوړولو پيغامونه رسول او د حکومت پر ناغیړۍ یې هم نیوکې کولې، خو د طالبانو راتګ سره په طنزیه خپرونو د محدودیتونو له کبله یو شمیر ممثلین له خپل کاره په شا شوي او اوس له هنره لېرې په غربت کې شپې سبا کوي.
عبدالنافع افتاب په کندهار کې د تمثیل د هنر یو له مخکښو اداکارانو څخه دی او په دغه ولایت کې یې خلک د زمري په نوم هم پیژنې له ۱۷ کلن تمثیل وروسته یې د یو شمیر ستونزو له کبله د هنر ډکر پرېیښی دی.
د ده په وينا، چې د تياتر او تمثيل له لارې يې د هيواد په ګوټ ګوټ کې خلکو ته د عامه پوهاوي پيغامونو رسولي، خو په خبره يې چې د اقتصادي ستونزو له امله يې نور ونه شوای کولای چې دا هنر په يوازې ځان مخته يوسي.
نوموړي وویل: «نه جمهوریت تمثیل يا هنر ته پاملرنه کړې او نه اوس امارت [طالبان] پاملرنه ورته کړې، مخکې به موږ داسې خپرونې جوړلې چې د هغه له لارې به مو انتقادي طنزونه جوړول اوس د امارات په راتګ سره هغه طنزيه شيان هم نه شو جوړولای، نو ځکه زه اوس د تمثیل هنر څخه ډير لېرې پاتې شوی يم چې امارات راغلی ما بيا په تمثیل کې کار نه دی کړی، په خپرونو کې ماته ويل شوي چې راشه تمثیل وکړه خو زه خپله داسې تمثیل کوم چې په هغه کې انتقاد وي او ترڅنګ يې د هغه لپاره حل لاره مجوده وي.»
کندهار کې يو بل خوږ ژبی ممثل عبدالله ابدالي چې خلک یې د بابک په نوم یادوي، وايي تېرو کلونو کې د تمثیل او تياتر هنر نیم ژواندی مخته روان و، خو اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.
نوموړی زیاتوي، چې تېرو کلونو کې یې د هندي فلمونو د وتلو اداکارانو د فلمونو ترجمې کولې او په خپل هنر کې ښه ځلیدلی هم و، خو اوس وزګار او په کور ناست دی.
ابدالي وایي، افغانستان کې د نظامونو ړنګیدولو تر ټولو زیات هنر او ادب ځپلی، چې له امله یې هنر له خلکو هیر او هنرمند له اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.
هغه وويل: «د حکومت يې دغه کور ودان چې څه راته وايي نه، هغه يوازې هنر ادب او تمثيل دی چې د دولت لخوا هيڅ پاملرنه ورته نه کېږي، ټوله هنرمندان که هغه ممثلين دي، که هنرمندان دي، که د هر چا د هنر سره سرو کار دی د هغو اقتصادي حالت ځپل شوی او په ډير خراب حالت کې ژوند کوي، هنرمند ته باید د کار کولو موقع مساعده شي، دوی ته وخت ورکول شي په رسنيو او نورو پروګرامونو کې چې هغه خپل هنر وړاندې کړي، په دا رقم هنرمندان کولای شي خپل هنر تر نورو ورسوي.»
د ده په خبره، چې ډيری دولتي او غیر دولتي سازمانونه نورو برخو کې د کسبونو او مسلکونو ملاتړ کوي، خو له قوله يې چې هنرمند په دې منځ کې يوازې پاتې دی او هیڅوک ورته پاملرنه نه کوي.
ابدالي چې اوس مهال کندهار کې د يوې خصوصي راډيو له لارې خپل هنر تر نورو رسوي، په دې ولايت کې د تصويري رسنیو نشتون ته په اشارې سره وایي، چې کندهار کې يوازينی خصوصي ټلويزيون چې دوی يې له لارې تر خلکو اصلاحي پیغامونه رسول هم د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوی دی.
د تمثیل د ډګر یو بل ممثل حکمت الله بارک چې خلک یې په ورور اغا پیژني له ورته ستونزو سر ټکوي، خو غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې د دوی لپاره د کار ساخه پراخه او سینماګانې دې هم خلاصې کړي ترڅو په ازادنه ډول خپل هنر تر خلکو ورسوي.
بارک چې دا مهال کومه رسمي دنده نه لري، وایي د تیاتر او تمثیل سره د مینې او ټولنه کې شته ستونزو دغه هنر ته رابللی ترڅو له دې لارې د خلکو فکرونه جوړ او هغوی ته اصلاحي پیغامونه ورسوي.
نوموړي وويل: «موږ غوښتنه کوو چې سينماګانې خلاصې کړي چې موږ خپل تمثیل په سینماګانو کې ورته نشر کړو، اطلاعات او کلتور بايد موږ ته متوجې شي، په دې برخه کې زموږ سره همکاري وکړي، د کار زمينه خو دغه زموږ په ډګر کې په تمثیل کې تر اوسه نه ده راته مساعده شوې او نه هم تر اوسه چا په دې برخه کې تشويق کړي يو، زموږ پښتني ټولنه ده پنځوس فيصده خلک مو خوښوي پنځوس فيصده خلک مو نه خوښوي.»
دغه راز کندهار کې یو بل ممثل ميرزا ولي انتظار چې په ساده ګل ځوان مشهور دی، په دولتي او خصوصي رسنیو کې د کار نشتون له کبله یې خواله رسنیو مخه کړې او له دې لارې خپلې تمثیلي پارچې تر خلکو رسوي.
نوموړی زیاتوي، چې د تمثیل د هنر سره زیاتې مینې دغه ډګر ته راویستلی او غواړې له دې لارې د ټولنې نا ویل شوې ناخوالې تر خلکو او مسوولینو ورسوي.
انتظار وويل: «موږ ته تر اوسه وخت نه دی راکول شوی، د کار زمینه نه ده راته مساعده، خو که مساعده هم شي موږ د دا خپل تمثیل څخه لېري کوي، که زموږ سره نوره همکاري وشي هغه که د کمرو وي که د عايد وي نو موږ به نور هم خپل په بخش کې کار وکړو، خو تر اوسه په دې درې کاله کې موږ ته نه چا پاملرنه کړې او نه هم په دې برخه کې زموږ سره چا همکاري کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې کندهار کې دوه خصوصي او يو ملي ټلویزیون فعاليت درلود چې درې واړو د تمثیل او تياتر په ډګر کې ممثلينو ته د کار زمینه برابره کړې وه او ټولو ممثلينو د نورو فعاليتونو ترڅنګ د دې رسنيو له لارې اصلاحي اونيزې خپرونې وړاندې کولې، خو دغلته د خصوصي ټلویزیونونو تړل کیدو سره یو شمیر ممثلین بې کاره شوي او یو شمیر نورو بیا د خواله رسنیو له لارې خپل فعالیتونه جاري ساتلي دي.