ننګرهار او لغمان کې کروندګر: وروستیو بارانونو اوسیلابونو مو د کال خواري په سیند لاهو کړه

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمیر کروندګر وايي، وروستیو بارانونو او سېلابونو یې فصلونه او کرنيزې ځمکې سختې زیانمنې کړي او دوی ته یې په لویه کچه مالي زیان اړولی دی.

د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ يو کروندګر حبیب الرحمن وايي، چې د وروستيو ورښتونو او سیلابونو له امله د ده په ګډون د زیاترو بزګرانو حاصل ته رسیدلي فصلونه زيانمن شوي او اندیښنه لري چې سږ کال به یې د غنمو، هندوانو او نورو کښت شویو فصلونو حاصلات کم وي.

حبیب الرحمن زیاتوي: «په څلور جریبه ځمکه مې غنم کرلي وو او همدې میاشت کې مو لو کول، همدارنګه یو جریب ځمکه باندې مې تازه سبزي کرلې وه بس دا هر څه سیلاب له منځه وړي د ټولو بزګرانو همدا حال دی، د کال خواري په سیند لاهو شوه اوس د مرستې غوښتنه کوو چې باید زیانمنو شویو کروندګرو سره مرسته وشي.»

د لغمان ولایت يو کروندګر نظر محمد چې سیلابونو یې په ځمکه حاصل ته رسیدلي فصلونه تخریب کړي هم ورته شکايت لري او وايي، چې د ده کرنيزه ځمکه او یو باغ سېلابونو لاندې کړي دي.

د هغه په خبره، وروستیو ورښتونو د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د غنمو، تازه سبزیجاتو او باغونو ته سخت زیان اړولی دی.

نظر محمد زیاتوي: «ما په دې خپل څلویښت کالونو عمر کې داسې سخت باران او سیلابونه نه و لیدلي بزګرانو ته یې ډېر زيان اړولى دى ځکه همدې میاشت کې غنم په پخېدو و او لو کیدل، خو بس بارانونو هرڅه له منځه یووړل.»

خلک د سېلابونو خطر مخنيوي په برخه کې د استنادي دیوالونو جوړولو غوښتنه لري او وایي، که جدی اقدام ونه شي بیا ځلې سېلابونه به یې نور هم وځپي.

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې، د وروستیو ورښتونو له امله د دغه ولایت په ٢٢ ولسوالیو کې سیلابونه خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد ویلي، چې د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د وروستیو شدیدو ورښتونو او سیلابونو له کبله ٢٠ زره جریبه کرنیزه ځمکه د غنمو، سبو او هندوانو فصلونه لمنځه تللي دي.

د هغه په وینا ۵۰۷ اصله مېوه لرونکي، ۲۰۸۵ اصله بې مېوې ونې، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او ۱۳ زره ۵۲۴ متره کانالونه تخریب شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په ننګرهار کې۳۰ پایې د شاتو مچیو صندوقونه، ۱۱ سوه ۳۴ سره غواګانې، وزې او پسونه هم تلف شوي.

محمد وویل: «موږ له زیانمونو شویو کروندګرو سره د مرستې لړلۍ پېل کړې او دغه راز هڅه کې یو چې له دوی سره نغدي او نورو برخو کې د همکارو موسېسو په همکارۍ مرستې ترسره کړو.»

په ورته مهال د دې ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي و، چې په ننګرهار کې وروستيو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله د نږدې ۸۰۰ کورونو چتونه او دېوالونه ويجاړ شوي، چې له کبله يې ۵ تنه مړه او تر ۱۰ کسانو پورې ژوبل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته