Photo: captured from a video via Social Media

په تخار او سمنګان کې سیلابونو د ۱۱ کسانو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: په تخار او سمنګان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي او ځایي سرچینې وايي، د دې ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې سختو سیلابونو د ۱۱ کسانو ژوند اخیستې او د پراخ مالي زیان ترڅنګ یې د خلکو ۳۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

تخار کې د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس احمد سیر ساجد وايي، چې پرون شپه (جمعه، ۲۱ د غويي) د دې ولایت د چال، فرخار، اشکمش او کلفګان ولسواليو ځينې برخو کې سخت سیلابونه راوتلي وو.

د هغه په ​​وينا، درې نارينه، يوه ښځه او يو ماشوم په چال ولسوالۍ کې او څلور نارينه په فرخار او کلفګان ولسواليو کې مړه شوي دي.

په تخار کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس زیاتوي، چې د تېرې شپې سېلابونو سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، د استوګنې کورونه او باغونه هم ويجاړ کړي دي.

دغه راز سمنګان کې ځایي سرچينې وایي، تېره ورځ د دې ولایت په خرم او سارباغ، دره صوف بالا او پایین ولسواليو کې د تیزو سېلابونو له امله دوه تنه مړه او يو تن ټپي شوى دى.

د سمنګان ولايت سيمه ييز چارواکي هم وايي، چې د سېلابونو له امله دغلته د استوګنې ٣٠٠ کورونه، سل جريبه کرنيزه ځمکه، لسګونه باغونه او د برېښنا ١٠ کوچني بندونه ويجاړ شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سېلابونو له امله ۱۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

ورته مهال په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې هم سخت سیلابونه راوتلي دي.

په بغلان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او برکه ولسوالۍ کې سیلابونو تر ۵۰ زیات کسان مړه کړي دي.

په ټول هیواد کې د سیلابونو د تلفاتو او زیانونو عمومي شمیرې لا نه دي خپرې شوي.