اطلاعات روز: سرچینې خبر ورکوي چې د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې له تیرو جګړو د پاتې پخواني ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی دی.
د سیمې يوه اوسیدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا پېښه تیره ورځ ناوخته (جمعه، ٢١ د غویي) د نازیانو ولسوالۍ اړوند «سپینګي تنګي» سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې دا له جګړو پاتې ماین و او پر دې ماشوم یې د لوبو پر مهال چاودنه کړې.
د دې سيمهييزې سرچينې په وينا، د دې ولسوالۍ په زیاتو سیمو کې پخواني ښخ شوي ماینونه پر ځای پاتې دي.
همدا راز، تېره ورځ په زابل کې هم د يوه پخواني ماين چاودنې يو ماشوم وژلی او پنځه نور يې ژوبل کړي وو.
له پخوانيو جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو چاودنې ډېر وخت د ماشومانو ژوند اخلي.
د څو لسيزو جګړې له وجې د افغانستان ځمکه په ماينونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې درې ميليونه وګړي له جګړې پاتو شويو ماينونو، لاسي جوړو شويو بمونو او چاودېدونکو څخه په يو کيلوميټر واټن کې ژوند کوي.