نیمروز کې صنعتکارې میرمنې خپلو لاسي توکو ته بازار غواړي

د افغانستان په سویل لویدیځ نیمروز ولایت کې یو شمیر بې وزله او بې سرپرسته میرمنې چې د لاسي توکو په جوړولو بوختې دي، وایي چې په دې وروستیو کې دغلته د لاسي توکو د پېر او پلور بازرا کمرنګه شوی او په لاس جوړ شوي توکي یې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

په دغو میرمنو کې چې زیاتره یې د خپلې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري، زیاتوي چې په ډیره سخته او اوږ مهال کې بېلابېل لاسي توکي جوړوي، خو د بازار نشتون له امله یې ګټه وټه کمه او تولیدات یې په کور پراته دي.

بي بي هاديه چې د نيمروز په زرنج ښار کې د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ مشري کوي، وايي چې د تېرو دريو کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ ساتنه د لاسي صنايعو په پېر او پلور کوي، خو په خبره یې چې د لاسي توکو لپاره مناسب بازار نه لري او د میاشتو میاشتو کار کمه ګټه په لاس ورکوي.

دغه ۴۵ کلنه ميرمن زیاتوي، چې هېواد کې سياسي بدلون د دوی کارونه هم اغيزمن کړي او په وينا يې چې د ايران سره پر پوله د طالبانو د اړيکو خرابیدل د دې لامل شوي چې د دوی لاسي توکي ايران هېواد ته په لوړ لګښت انتقال او ګټه یې کمه شي.

نوموړې وويل: «د لاس مزدوري کوم، د بل ګنډونه راوړم او دلته ورباندې کار کومه يو د لاس ګنډ په ۴۵۰۰ افغانۍ ورته جوړوم او درې مياشتې وخت ورباندې تېریږي، دا کار موږ ډير په زخمت کوو د همدې لارې د خپلې کورنۍ غړي ساتم، اوس د خوراکي توکو قيمتونه هم ډير زيات لوړ دي، دولت دې موږ ته د کار زمينه برابره کړي.»

د نیمروزۍ میرمنو په لاس جوړ شوي بېلابېل لاسي توکي چې د زرنج ښار په یو دوکان کې د پلور لپاره ایښودل شوي دي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

په دې ولايت کې يو شمير نورې ميرمنې هم د خپل لاسي توليداتو لپاره د بازار له نشتون شکايت کوي او وايي، د بازار د نشتون له امله يې ورځ تربلې اقتصادي ستونزې زياتيږي.

د فرمینې په نوم یوه بله نیمروزۍ میرمنه چې د څلور نورو میرمنو سره په ګډه له کلونو راهیسې ښځینه جامې ګنډي وایي، چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې او د ښځو د لاسي توکو لپاره د منظم بازار نشتون هغه لاملونه دي چې د دوی کاروبار یې اغيزمن کړی او توليد شوي ښځينه جامې ورته پر کور پرتې وي.

ياده ميرمنې د طالبانو پر حکومت د سختو نيوکو ترڅنګ وويل چې د نيمروز ولايتي مسولين آن په يو شمير نندارتونونو کې هم دوی د لاسي توکو لپاره حرفي نه چمتو کوي.

یاده میرمن د طالبانو پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وویل، چې دغلته ځایي مسوولین آن په یو شمیر نندارتونونو کې هم دوی ته زمینه نه برابروي چې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي.

فرمینې وويل: «پخوا به لاښه و، یو څه پیسې به پاتې کېدې، خو اوس هېڅ شی نه پلور کېږي، ځکه مناسب بازار نشته، ژوند مو له ډېرو ستونزو سره مخ دی.»

د نیمروزۍ میرمنو په لاس جوړ شوي ښځینه کالي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د فرمینې ترڅنګ یوه بله میرمن شافعه وایي، چې هره ورځ د لاسي صنایعو پر جوړولو زیات وخت ضایع کوي، خو په بازار کې یې په ډیره کمه بیه پر یو شمیر داسې سوداګرو پلوري چې هغوی یې بیا بهر ته انتقالوي او زیاته ګټه ورباندې کوي.

دغه ميرمن زیاتوي، چې که طالبان په نيمروز او نورو ولايتونو کې د ميرمنو د کاري ودې لپاره زمینه برابره کړي، دوی کولای شي چې په ښار کې د فقر کولو پر ځای کار وکړي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

هغې د خپلو توکو د بیو ټیټیدو په اړه وویل: «په لس زره افغانۍ موږ یو څه جوړ کړي وو، خو اوس په پنځه زره افغانۍ هم نه پلورل کېږي.»

نیمروز کې د طالبانو مسوولین که څه هم د ښځو د لاسي صنایعو د ودې او بازار موندنې په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې په تېر کې یې دغلته په یو شمیر نندارتونونو کې ښځو ته ونډه ورکړې وه ترڅو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي.

د نيمروز ترڅنګ د هیواد په ګڼو نورو ولايتونو کې هم کاروباريانې ميرمنې د ورته ستونزو شکايت کوي او وايي، چې د طالبانو د حکومت د نه پاملرنې له امله خپل لاسي صنایع په تیټه بیه پلوري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته