انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

تورخم لار د مسافرينو په وړاندې د درو ورځو لپاره تړل کیږي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د تورخم لپاره د طالبانو کميسار عبدالجبار حکمت وايي چې د تورخم دروازه به له پاکستان سره د پياده تګ-راتګ په وړاندې په موقته توګه د درو ورځو لپاره تړلې وي.

د طالبانو د کميسار په وينا، د تورخم دروازه به د جمعې له ورځې (۲۸ د غوایي) تر راتلونکې يکشنبې پورې، تر درو ورځو پورې په موقت ډول د مسافرو او مریضانو پر مخ تړلې وي.

د نوموړي په وينا، سوداګریزه لار به ۲۴ ساعته خلاصه وي او د باور وړونکو موټرو چلوونکي به دواړو خواوو ته په عادي ډول تګ – راتګ کوي.

ښاغلي حکمت ويلي چې د تورخم لارې د تړل کېدو علت د پاکستان له لوري نویو ودانیو ته د زړو دفترونو انتقال دی. نوموړي له خلکو غوښتي چې په یادو ورځو کې دې پر دې لارې پاکستان ته د تګ هڅه نه کوي.

پاکستاني چارواکو هم یاد خبر تایید کړی او د تورخم دروازې د تړل کیدو لامل یې نوې ودانۍ ته د «نادرا» نومي دفتر انتقال یاد کړی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تورخم لار څو ځلې وړاندې هم د دواړو خواوو تر منځ د جنجال له کبله تړل شوې.