کندهار ښار کې يو خصوصي روزنتون د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د وژل شويو پخوانیو نظامیانو او طالبانو د بچيانو روزنې ته ملا تړلې او تر یو چتر لاندې دغه یتیم ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکوي.
د «دارالعرفان التربیة الایتام» په نوم د دغه روزنتون مسوولین وایي، دا مهال په دې روزنتون کې تر ۲۰۰ زیات یتیمان په دیني او عصري زده کړو بوخت دي او د امکاناتو په زیاتیدو په پام کې لري چې یاد شمیر تر زرو بې سرپرسته ماشومانو لوړ کړي.
په تېره شل کلنه جګړه کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې زرګونه ماشومان یتیمان، ښځې کونډې او بې سرپرسته شوي، چې یو شمیر یې د خپلوانو تر سرپرستۍ لاندې ژوند تیروي، خو زیات شمیر یې بیا د سرپرست نشتون له کبله په کړاوونو کې راګیر او لاسنیوي ته اړتیا لري.
کندهار کې د «دارالعرفان التربیة الایتام» روزنتون مسوول سيف الاسلام خيبر وایي، دغلته يې په ډیرو کمو امکاناتو د تېرو شلو کلونو پر مهال په دواړو خواوو کې د وژل شويو کسانو اولادونو ته د عصري او ديني زده کړو ترڅنګ د ليليې، خوړو او قرطاسیې امکانات برابر کړي دي.
نوموړی زیاتوي، چې اوس مهال په دې روزنتون کې څه باندې ۲۰۰ بې سرپرسته زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو په خبره يې چې راتلونکي کې د امکاناتو په برابریدو سره غواړي دغه شمیر ۱۰۰۰ کسانو ته لوړ کړي.
د ده په خبر، هره مياشت د شتمنو په ملاتړ پنځه لکه افغانۍ د دې ماشومانو پر تعلیمي امکاناتو او زده کړو لګوي، خو زیاتوي چې اوسنیو سختو اقتصادي حالاتو کې نور مالي ملاتړ ته هم اړتیا لري او په خیریه بنسټونو او د طالبانو پر حکومت د مرستې غږ کوي.
خیبر وویل: «دلته موږ تر شپږم صنفه مکتب لرو او ورسره د مدرسې نصاب تر دوهمې درجې پورې لرو او د دې ترڅنګ بيا د انګليسي او عربي ژبې ځانګړی سنټر لرو، دا درې سره بخشه د استادانو لخوا زدهکوونکو ته تدريس کېږي، زموږ خپل معيار يتيمتوب دی چې يو څوک يتيم وي هغه په ټولنه کې مستحق کشر دی، هغه که د عام سړي اولادونه وي، که د جمهوريت د عسکرو اولادونه وي، د قومندانانو او ټيټ پوړو چاروکو اولادونه وي او يا هم د امارات د مجاهدینو اولادونه وي، که چېرې يتيم وي او موږ ته دا ثابته شي، او زموږ ټاکل شوی معیار پوره کړي دلته یې جذبوو.»
ورته مهال په یاد روزنتون کې په زده کړو بوخت زده کوونکي هم خوښ دي چې د عصرې او دیني زدهکړو وړیا زمینه ورته برابره شوې.
د څلورم ټولګي زده کوونکی دولس کلن زلمی چې پلار یې نږدې پنځه کاله وړاندې په ارزګان ولایت کې د طالبانو له لوري وژل شوی وایي، خوښ دی چې د نورو بې سرپرسته يتيمانو ترڅنګ ورته په دې روزنتون کې د زده کړو زمینه برابره شوې او غواړي راتلونکي کې خپلو هیلو ته ورسیږي.
نوموړی د طالبانو له سرپرست حکومت او موسېساتو څخه غواړي چې بې سرپرسته ماشومانو سره دې مرستې وکړي.
زلمي وویل: «زما پلار پخوا په ارزګان کې قاضي و، د هغه وروسته يې بيا وویشت، زما اکا بيا زه دلته راوستلم چې سبق ووايم، زموږ کورنۍ اوس زما اکا ساتي، زما غټ ارمان دغه دی چې ډاکټر شم او خپل وطن ته خدمت وکړم، زموږ سره دې کومکونه وشي.»
زلمی که څه هم د پلار او کورنۍ له مينې محروم دی، خو دلته له زده کړو خوښ برېښي او زياتوي، چې د قرطاسیې، ليلیې او خوړو لپاره دې ورته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
د عبدالله په نوم د څلورم ټولګي یو بل زده کوونکی چې پلار یې درې کاله وړاندې په جګړو کې وژل شوی وایي، چې زده کړې کول یې لوی ارمان و او د پلار نشتون یې تر ډیرې مودې پورې له ښوونځي او مدرسې محروم کړی و.
هغه وويل: «موږ څلور ورونه وو، پلار مو مړ شو باره مو کاکا ساتلو، مکتب او مدرسې ته نه تلو، بيا کاکا دلته راوستم او شامل يې کړو، غواړم په راتلونکي کې يو ښه ډاکټر يا معلم راڅخه جوړ شي، دلته ډير خوشحاله يم چې درسونه مو شروع کړي، څلور صنف وايو بيا ځو پنځم ته، دلته موږ ته خطاطي او انګلیسي هم راښيي.»
په دغه روزنتون کې په زده کړو بوخت د پنځم ټولګي زده کوونکی روح الله چې پلار یې نهه کاله وړاندې د طالبانو په ليکو کې وژل شوی وایي، پلار یې هېله درلوده چې زوی یې انجینر شي او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.
روح الله د طالبانو له واکمن حکومت او نړيوال خيريه بنسټونو غواړي چې ټولو بې سرپرسته ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره او مرستې ورسره وکړي.
دغه یتیم ماشوم وویل: «هېله مې داده چې بس يو ښه انجینر راڅخه جوړ شي، بيا هيواد او وطن ته خدمت وکړم، نور هلکان چې پلارونه يې مړه شوي بايد ښې زده کړي وکړي هغه که په عصري علومو کې وي که په ديني علومو کې وي، بايد کوښښ وکړي ځکه چې د کورنۍ امیدونه اوس يوازې دوی ته دي.»
دغه راز د بلال احمد په نوم یو بل یتیم ماشوم چې په یاد روزنتون کې په زده کړو بوخت دی وایي، روزنتون کې یې ډیرې اسانتیاوې نشته او غوښته کوي چې حکومت او یا موسېسات دې ورته درسي صنفونه، خوړنځای او لیلیه په معیاري ډول جوړ کړي.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې کندهار کې څو نورو روزنتونونو هم فعالیت کاوه، خو د مالي ستونزو له امله یې فعالیت ډیر دوام ونه کړ او ګڼ شمیر بې سرپرسته ماشومان یو ځل بیا د نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي دي.