ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د «عشر» پر سر د کروندګرو او طالبانو ناندرۍ

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمیر کروندګر وایي، چې د غنمو د تهریشرو له پیلېدو سره سم طالبانو له خلکو د «عشر» ټولولو لړۍ پېل کړې او هغه کسان چې انکار کوي سزا ورکول کېږي.

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکی رحیم الله وایي، سږني حاصل ته رسیدلي د غنمو فصلونه یې وروستیو ورښتونو او سیلابونو زیانمن کړي، چې له کبله یې نه یوازې حاصلات کم شوي بلکې خپل لګښتونه یې هم نه دي پوره کړي.

د نوموړي په خبره سږ کال د کروندګرو فصلونه تر بل هر وخت زیانمن شوي، خو طالبان له دې هر څه سره سره له دهقانانو د زراعتي حاصلاتو «عشر» راټولوي او هغه بزګران چې د عشر له ورکولو انکار کوي د طالبانو له لوري مربوطه ولسوالۍ ته جلبیږي او سزا ورکوي.

رحیم الله زیاتوي: «سږکال مې د بل چا څلور جریبه ځمکه په دهقانۍ کرلې وه، خو بې وخته باران او سیلابونو مو د ټول کال خواري له خاورو سره خاورې کړه  اوس مو څه پاتې غنم تهریشل کړل؛ نو طالبان راغلل او عشر یې راڅخه د پوره ځمکې واخېسته که عشر ورنه کړو په لانجه ورسره اوړو غوښتنه مو  دا ده چې سږکال باید طالبان له مونږ سره مرسته وکړي او عشر معاف کړي.»

د نوموړي په خبره نه یوازې په ګوشتې ولسوالۍ کې بلکې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د درمندونو په وخت کې طالبان د خلکو د حاصلاتو لسمه برخه د عشر په نوم ټولوي.

د لغمان کروندګر هم د طالبانو له ورته چارې شکایت کوي او وایي، له یوې خوا د فصلونو کم حاصل، بې روزګاري او له بلې خوا طالبان په یوې او بلې پلمې له هغوی «عشر» ټولوي.

دلاور د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې پر بزګرۍ بوخت دی، نوموړی وایي چې طالبان د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې په زور له خلکو «عشر» راټولوي.

هغه زیاته کړه، چې سږکال یې حاصلات لګښت نه پوره کوي او د طالبانو د عشر او زکات له مسوولینو غواړي، چې د «عشر» او زکات د راټولولو پرځای له اړمنو بزګرو سره مرسته وکړي.

دلاور وویل: «بزګران نو تنګ شوي ځکه له یوې خوا سږ کال د غنمو او نورو فصلونو حاصلات بارانونو تخریب کړل او له بلخوا په کې طالبانو د عشر راټولولو پسې بډې رابډ وهلي دي، د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو، چې پر ولس دې د خپلو ګټو لپاره فشار نه راوړي.»

نوموړي زیات کړه د لغمان په ځینو سیمو کې طالبان کور پر کور ګرځي او له خلکو عشر راټولوي او یو شمیر هغه کسانو چې د عشر له ورکولو یې انکار کړی، د طالبانو له لوري وهل او ډبولو ترڅنګ زنداني شوي هم دي.

بلخوا طالب چارواکو هم منلې چې د منظم پلان له مخې او د خلکو په خوښه یې له هغوى عشر ټولول پېل کړي دي.

د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د عشر امریت لپاره د طالبانو امر مولوي سلیمان اسامه وایي، د دغه ولایت په ټولو هغو ولسوالیو کې چې غنمو تهریشرې پېل شوي د «عشر» ټولولو پروسه یې پېل کړې.

نوموړی وایي، که څه هم سږنی فصل ورښتونو او سیلابونو زیانمن کړی، خو د دوی د عُشر مامورین به په نرمۍ سره له خلکو غنم ټول کړي.

کروندګر وایي، له اسلامي اړخه د«عشر» له ورکولو انکار نه کوي، خو د خپل مالي توان او د کرنیزو عوایدو د کموالي له امله د طالبانو د عشر او زکات سره مخالف دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته