تر سختو وچکاليو وروسته سږ کال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د پریمانه اوبو او توتانو پخېدو سره يو وخت د شالمار دوديزه څلوېښت ورځنۍ مېله پېل شوې چې د مېله والو شمېر يې څو برابره زيات شوی دی.
تاریخي روایتونه ښیي چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار دوديزې مېلې بنسټ نږدې درې پیړۍ وړاندې د افغانستان د پخواني امپراتور احمدشاه ابدالي له لوري هغه مهال ایښودل شوی، کله چې نوموړي د خپل سلطنت پر مهال لاهور فتح کړ او دغلته د شالمار په باغ کې څو ورځې پاتې شو، نو د کندهار او شاوخوا سیمو پوځیانو له احمدشاه بابا وغوښتل چې د دوی په سیمه کې هم یو مېله ځای جوړ کړي. همغه و چې بیا احمدشاه بابا د یو فرمان له مخې په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابا صاحب له زیارت څخه تر مرنجان کلي پورې د شالمار په نوم یو مېله ځای وټاکه.
د شالمار په څلوېښت ورځنۍ مېله کې هره ورځ ګڼ شمیر کسان د توتانو او نورو میوو په خوړلو سره د ساعت تیرۍ ګڼ مجلسونه جوړوي او همدارنګه د ولایتونو ترمنځ د غیږ نیونې سیالۍ هم ترسره کېږي.
شالمار مېلې ته له سپين بولدک ولسوالۍ څخه راغلی ځوان عنايت الله وايي، له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې هر کال په دې دوديزه مېله کې ګډون کوي او په وينا يې چې سږ کال سړه هوا، پریمانه اوبه او توتان د دې لامل شوي چې ډیر خلک په دغه مېله کې ګډون وکړي.
نوموړی زیاتوي، سږنۍ شالمار مېلې ته د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، هرات، فراه، غور، بادغيس او نيمروز سربیره د «ډیورنډ فرضي کرښې» ها غاړه چمن او کوټې ځوانان او پهلوانان هم راغلي دي.
عنایت الله وویل: «که د چا زړه وي د تالۍ درب پروګرام د ځان لپاره جوړ کړي هم مشکل نشته که څوک دريا [جمبه] وهي هر رقم مېله کوي خپل خوښه يې ده، خلک ارغنداب ته راځي بانډارونه کوي، په شالمار کې قومي مشران او د هر قشر ځوانان سره راټولېږي مېلې کوي، توتان څنډي، هر رقم نورې مېوې چې پخې وي خوري يې، غېږې نيسي، تر نورو کلونو بیروبار بيخي ډير دی.»
شالمار مېله ځای که څه هم د نږدې سیمو اوسیدونکو لپاره ښه تفریح ځای بلل کېږي، خو د عنایت الله په خبره چې تر اوسه دغلته د کورني او بهرنیو سیلانیانو لپاره اسانتیاوې نه دي برابرې شوي او زیاتوي چې د سیلانیانو د پام اړولو لپاره باید په دې سیمه کې هوټلونه او نور تفریح ځایونه جوړ شي.
د ډيورنډ کرښې ها غاړې چمن څخه راغلی مېله وال محمد شفيق وایي، شالمار مېلې ته ځکه راغلې چې د دې مېلې خوند په توتانو پخیدو او محلي غیږ نیونې کې دی.
نوموی زیاتوي، چې په تېر کلونو کې یې د جګړې او امنيت نشتون له کبله شالمار مېله کې ګډون نشو کولای او سږ کال بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاسپورټ او ويزې جبري کیدو د چمن او کوټې زرګونه ځوانان د دې مېلې څخه بې برخې کړي دي.
محمد شفیق وویل: «خلک ډيره ليوالتيا لري چې د شالمار مېلې ته راشي، دلته خلک توتان خوري، پهلواني کوي، د لمبېدو ځایونه شته، خو د اوسېدو لپاره موږ مجبوره يو چې د يو چاسره کور ته ولاړ شو، اوس که د اريوب ځاځۍ ولسوالۍ په رقم دلته هم د مېله والو لپاره امکانات په نظر کې ونيول شي د شمالي او نورو ولایاتو څخه په زرهاوو خلک راځي، نظم بايد مراعات شي، دلته داسې کسان شته چې هغه بې نظمي جوړوي.»
دغه راز ثنا الله چې له ارغستان ولسوالۍ څخه شالمار مېلې او د غېږ نيونې سياليو لپاره راغلی وایي، سږ کال د زیاتو اوبو او پر وخت د توتانو پخیدو سره زرګونه کسانو په دې مېله کې ګډون کړی، خو زیاتوي چې یو شمیر کسان په قصدي ډول بې نظمي جوړوي ترڅو مېله وال ازار کړي. هغه د طالبانو له ځایي چارواکو غوښتنه کوي چې دې برخې ته پام وکړي.
نوموړي وویل: «پخوا چې جمهوریت و خلکو غزلي ويلې، د جاپانۍ بانډار به شروع و، په شالمار مېله کې بولدکيان، هلمنديان، کندهاريان او هراتيان ټول پر يوه دسترخوان کېني، سږ کال ښه خبره لا داده چې حکومت موږ ته د ډوډۍ انتظامات نيولي وو، پخوا زموږ پلارونه او نيکهګان دا مېلو ته راتلل وروسته چې جنګونه شول باره چا خاصه توجو نه ورته کوله په دې خاطر چې امنیت يې خراب و، اوس چې امنیت راغلی د ګام ايښودلو ځای نشته، دومره رش دی چې څوک راشي باره وتلای نه شي.»
همدارنګه د احمدشاه په نوم یو بل مېله وال بیا وايي، چې د خلکو اقتصاد پېکه کیدو سره سره بیا هم زرګونه کسانو ارغنداب ته ځان رارسولی، ترڅو شالمار مېله کې ګډون وکړي.
نوموړی زیاتوي، تېرو کلونو کې د جګړو شدت او وچکاليو د شالمار مېلې او ګډون والو ترمنځ فاصلې زياتې کړې وې، چې له امله یې د سویلي زون ځوانان نورو ولایتونو ته په چکر وتل.
احمدشاه وويل: «د سهار له خوا د دُرې شوق جوړ وي، د غرمې څخه بيا تر ماښامه غېږې او پهلواني شروع وي د هغه وروسته بيا ماښام خلک نارې وهي، سږ کال اکثريت مېله والو ته د حکومت او تجارانو له طرفه مفته ډوډۍ ورکول کېږي، دلته نور اکثره د سپين بولدک او چمن نورزي، اچکزي، پوپلزي او عليزي قومو څخه خلک راځي، نو فرق کوي ځينې مېله وال پنځه ورځې تېروي، ځينې پنځلس ورځې تېروي.»
بلخوا د کندهار په ارغنداب کې د شالمار مېلې تنظيموونکي وايي، د دې مېلې ګډونوالو ته يې هر ډول خدمتونه چمتو کړي دي.
د شالمار دوديزې مېلې او پهلوانۍ تنظيمونکی حاجي زمينداور پهلوان وايي، د واکمن حکومت په هڅو يې د زيات شمېر مېله والو لپاره د نندارې، غېږ نيونې، اوسېدو ځای او خوړو زمينه برابره کړې.
زمينداور پهلوان زیاتوي: «تقريبا اتلس زره انسانان به يوازې د جمعې په ورځ دلته د مېلې لپاره راغلي وي، ډيره ښه مېله ده، مسابقې وشوې، ډير خوښ يو چې په دې مېله کې د زرګونه خلکو کوربه يو، د ارغنداب خلکو زموږ سره ډير ښه وضعيت کړی، میلمه پالنه يې راڅخه وکړه، زموږ سره سږ کال د هرات او نورو ولايتونو خلکو هم ګډون کړی وو.»
شالمار اصلا د کشمیرۍ ژبې کله ده او په دې سیمه کې د یو باغ نوم هم دی او دغه راز د پاكستان د لاهور ښار په شمالي برخه كې هم د شالمار په نوم يو ښايسته باغ شته چې ډېر شهرت لري.