د لوګر ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
په لوګر کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس ویلي، چې دا پېښه نن سهار (پنجشنبه، د وږي ۵مه) د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار په ګمبزي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، یوه سراچه موټر چې د یوې کورنۍ غړي په کې سپاره وو، له سړک څخه منحرف شوی او چپه شوی دی.
انس ویلي، چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، وژل شوي او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
انس بېاحتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د دې پېښې لامل بللی دی.
د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي چارو د څارنې او کنټرول نشتوالی هم د دغو مرګونو پېښو له نورو عواملو څخه ګڼل کېږي؛ هغه پېښې چې هر کال په هېواد کې د سلګونو کسانو ژوند اخلي.
