د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هېواد کې د نړیوالو هوايي ډګرونو د هوايي بار وړونکو (کارګو) خدماتو د لګښتونو د کمېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په وینا، د هر ټن کارګو لپاره د هوايي چلند د امنیت لګښت له ۱۰۰ امریکايي ډالرو څخه ۱۰ ډالرو ته او د ځمکنیو خدماتو (ګرونډ هندلینګ) لګښت له ۹۶ څخه ۴۰ امریکايي ډالرو ته راکم شوی دی.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي مرستیال فتحالله منصور ویلي، چې دغه اقدام د مالونو د لېږد د لګښتونو د کمولو، د سوداګرو د ملاتړ، د صادراتو د پیاوړتیا او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو د لېږد په موخه شوی دی.
د هغه په وینا، د منظم کارګو الوتنو لپاره ۲۵ سلنه او د ځانګړو کارګو الوتنو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی دی.
هوايي دهلېزونه د افغانستان د صادراتي مالونو له مهمو لارو څخه بلل کېږي، خو د ځمکنیو او سمندري لارو په پرتله د مالونو لېږد پرې ډېر لګښت لري.
افغانستان سمندر ته مستقیمه لار نه لري او د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد لپاره د پاکستان او ایران له بندرونو استفاده کوي.
پاکستان له طالبانو سره له تېر کال راهیسې د نښتو وروسته له افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي. له بلې خوا، د ایران له لارې د سوداګرۍ بهیر هم د هرمز تنګي له تړل کېدو سره له ستونزو سره مخ شوی دی.
په ورته وخت کې، د پاکستان د پولو تړل کېدو، په منځني ختیځ کې کړکېچ او د هرمز تنګي بندېدو د افغانستان پر کمزوري اقتصاد اغېز کړی او په هېواد کې د توکو او لومړنیو موادو بیې یې لوړې کړې دي.
