کندهار کې د لاسي بم په چاودنه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کندهار ښار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ښار اړوند «کابل اډې» سیمه کې د یو لاسي بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، دا چاودنه نن (دوشنبه، ۳۱ د غویي) سهار په یاده سیمه کې د سړک غاړې په یوې ریړۍ کې د ځای پرځای شوي لاسي بم له امله رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، په دې چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي؛ چې د ټپیانو روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودلی دی.

جمشید وایي، چې طالب ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي او په دې اړه یې خپلې پلټنې پېل کړي دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولین نه دی منلی.