مک کال غوښتنه کړې چې طالبانو ته دې د امريکايي ماليه ورکوونکو د پيسو د انتقال مخه ونيول شي

Photo: @HouseForeignGOP on X

اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال د سيګار نوي راپور ته په غبرګون کې ويلي چې د بايډن حکومت بايد بېړني اقدامات وکړي تر څو طالبانو ته د امريکايي ماليه ورکوونکو د پيسو د انتقال مخه ونيول شي.

ښاغلي مک کال په هغه اعلاميه کې چې پرون (سې‌شنبه، ۱ د غبرګولي) يې خپره کړې، ويلي چې له امريکا سره له تړلې هر ډول بودجې څخه د طالبانو ګټه اخيستنه د «منلو وړ» نه ده.

ده زياته کړې: «د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د بايډن د حکومت تر فاجعه‌ناکې وتنې وروسته متحده ايالاتو هغه انساني کړکېچ ته د رسيدګۍ لپاره ۲.۸ ميليارد ډالره مرسته کړې ده چې د طالبانو له لوري را منځ ته شوی دی.»

مک کال ويلي چې ده تېر کال له سيګار څخه غوښتي و چې د هغې ګټې په اړه دې راپور تيار کړي چې له افغانستان سره د امريکايي ماليه ورکوونکو له پيسو طالبانو ته رسېږي.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس ويلي: «د حيرانۍ ځای نه دی چې سيګار موندلې چې د امريکايي ماليه ورکوونکو له پيسو لږ تر لږه ۱۰.۹ ميليون ډالر د طالبانو لاس ته ورغلي دي.»

ده له سيګار څخه مننه کړې چې له افغانستان سره د امريکا د مرستو څارنه کوي.

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سيګار) په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د متحده ايالاتو اجرايي شريکانو ۱۰.۹ ميليون ډالر د طالبانو حکومت ته ورکړي دي.

سيګار ويلي چې دا بودجه د امريکا د ۳۸ شريکانو له لوري د طالبانو حکومت ته د مالياتو، لګښتونو، ګمرکي عوارضو او اوبو او برېښنا د لګښت په توګه ورکړل شوې ده.

د سيګار له راپور سره سم، له دې پيسو څخه ۱۰.۴ ميليون ډالر د مالياتو، ۳۴۶ زره او ۸۳۸ ډالر د اوبو او برېښنا د لګښت، ۱۷۶ زره او ۵۹۶ ډالر د لګښتونو او نهه زره او ۲۱۵ ډالر د ګمرکي عوارضو په توګه ادا شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته