بې موسمه ورښتونو کندهار کې د غنمو حاصلات زیانمن کړي

کندهار د افغانستان يو له هغو ولایتونو څخه دی چې هر کال په کې په زياته پيمانه غنم کرل کېږی، چې سږ کال دغلته پر ۹۶ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي او د حاصلاتو د زیاتوالي خبره یې کېږي، خو کروندګر وایي وروستیو ورښتونو، ږلۍ او تیزو بادونو د دوی کښتونه خراب کړي دي.

کندهاري کروندګر زیاتوی، په دې ولایت کې د داماني، کابلي، مقایم، چونګ، ډیرن او ګرمسیل په نومونو د غنمو بېلابېل ډولونه یا ورایټۍ کرل کېږي، چې حاصلات یې نورو ولایتونو ته هم صادریږي او داماني غنم بیا د سیمې په کچه ځانګړی نوم لري.

دامان ولسوالۍ کې د غنمو کروندګر محمد عارف وايي، سږ کال د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې بزګرانو پر خپلو ځمکو غنم کښت کړي، خو په خبره یې چې زراعتي امراضو، ږلۍ، بارانونو او تېزو بادونو د غنمو نيمایي حاصلات له منځه وړي دي.

نوموړي وويل: « په داسې ساحو کې غنمان سم دي چې هغه ږلۍ نه دي وهلي، بې موسمه ورښتونو مو د غنمو تر نيمایي حاصلات له منځه وړي، اول دا زموږ غنم ږلۍ ووهل په سلو کې پنځوس يا څلوېښت فیصده غنم یې له منځه وړي، راتوی يې کړل، دا خساره راته ورسېدله، آه نو هر ځای دغسې وبوله، غنم رسېدلي وو باران پرې وشو لاندې يې نم وکړ وراسته شول او ورژېدل، که نه سږ کال به کندهار کې غنمو ډير زورور حاصل ورکړی و.»

محمد عارف دغه راز د غنمو د بیو د راټیټیدو خبره هم کوي او زیاتوي، چې تېر کال په کندهار کې د یو من غنمو بیه له ۱۳۰ افغانیو څخه نیولې تر ۱۵۰ افغانیو پوره وه، خو په وینا یې چې سږ کال یې بیه ۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې.

نوموړی غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او اړوند موسېسات دې افغان کروندګرو ته د غنمو په برخه کې د ورکشاپونو او نورو زده‌ کړو زمينه برابره کړي؛ ترڅو بزګران د ځینو امراضو مخنیوی په خپلو لاسونو وکړي.

کروندګر وایي، سږ کال یې حاصل ته رسیدلي غنم بارانونو خراب کړي دي

د زیړۍ ولسوالۍ یو تن کروندګر عبدالکبیر هم ورته شکایت کوي او وایي، چې تېر کال یې د غنمو حاصلات زراعتي امراضو خراب کړل او سږ کال بیا ږلۍ او بې وخته بارانونو فصلونه زیانمن کړي دي.

نوموړي وویل: «سولرې هندارې مو ږلۍ و بادو راماتې کړې، پر غنمو مو ږلۍ وشوه په نيم ساعت کې يې پنځويشت سلنه غنم رامات کړل، څو وارې باران پرې ووریده، بادونه پسې وو غنم يې چپه کول، ډيره خساره یې ورسوله، هغه وخت چې غنم شنه وي ورښت تاثير نه کوي، خو چې د حاصل وخت يې شي او وچ شي بيا زيم کوي غنم چپه کېږي، اوس هغه خلکو چې ډېرن او کابلي ورایټۍ غنم کرلي نسبت لږ تاوان ورته رسېدلی، دا نور غنم ډير نازک دي.»

د ژېړۍ ولسوالۍ یو بل کروندګر بشير احمد بیا وايي، روان کال کې د کندهار په ژېړۍ، ډنډ، دامان، ارغنداب او معروف ولسواليو کې ډیری بزګرانو پر خپلو ځمکو غنم کرلي وو، خو د طبیعي افتونو له امله يې حاصلات کم شوي دي.

د ده په وينا، چې تېرو کلونو کې د يو من غنمو بيه تر ۱۵۰ افغانيو پورې لوړي شوې وه، چې د بزګرانو لپاره یې ګټه وټه زیاته وه، خو سږ کال بیا يو من کندهاري غنم تر ۸۰ افغانيو پورې پلورل کېږي.

بشیر احمد وایي، سره له دې چې د کندهاري وطني غنمو د قاچاقو مخنيوی شوی، خو غوښتنه کوي چې د دوی د غنمو لپاره دې د اوړو ميل يا کارخونې جوړې شي، ترڅو خپل توليدات په ښه ډول تر نورو ورسوي.

هغه زیاته کړه: «دلته دوه وارې ږلۍ وشوه دومره تېزه وه چې د غنمو وږي یې ورماتول، باد پسې وو غنم يې داسې مات کړل، خلکو ته يې ډير تاوان ورسوه، وچکالي سږ کال ختمه شوه مګر ورښتونو د غنمو کښتونه خراب کړي، د زراعت په برخه کې اوس هم موږ تر نورو خلکو پاتې يو، ښه زراعتي تخمونه او کيمياوې سرې نه لرو.»

کندهاري کروندګر وایي، نه یوازې دا چې د غنمو کښتونه خراب شوي بلکې بیه یې هم راټیټې شوې دي

دغه راز د زیړۍ ولسوالۍ بل کروندګرحبیب الله بیا وایي، چې دغلته د بې موسمه ورښتونو سره سره بیا هم کروندګر توانېدلي چې د غنمو زيات حاصلات راټول کړي.

حبيب الله وويل: «زموږ بزګرانو پخوا تارياک کرل په ډیره ګټه اموخته وو اوس چې د غنمو حاصلات يې لږ سره پورته ښکته شي تاوان رسوي، حکومت دې زموږ سره مرستې وکړي، د اوړو فابریکې دې راته جوړې کړي، چې د غنمو د حاصلاتو موسم وي زموږ غنم ډير ارزانه شي وروسته چې موسم يې تېر شي او موږ يې د مخه چپ کړو هغه ګران شي. دا که موسېسات او حکومت زموږ څخه په ښه بيه دايمي راونيسي د ټولو لپاره ګټه ده.»

که څه هم د کندهار په یو شمیر سیمو کې طبیعي افتونو غنم زیانمن کړي، خو په زیاتره سیمو کې بیا کروندګرو ښه حاصل ترلاسه کړی دی

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طبیعي افتونو له کبله غنمو ته د اوښتي زیان خبر مني، خو په خبره یې چې د زیان سر سره دغلته د غنمو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په دغه رياست کې د طالبانو د کرنيزو چارو او ترويج امر مولوي شمس الرحمن موسی وايي، سږ کال د کندهار په ښار او ټولو ولسواليو کې پر څه باندې ۹۶ زره هکټاره ابي ځمکه غنم کرل شوي چې په خبره يې حاصلاتو کې يې د اټکل له مخې لس سلنه زياتوالی راغلی دی. نوموړی وایي، چې سږ کال کروندګر نه دي توانیدلي چې پر خپلو ځمکو للمي غنم کښت کړي.

هغه وويل: «زموږ د اټکل او احصاېیې له مخې په کندهار ولايت کې پر ۹۶۳۸۲ هکټاره ځمکه آبي غنم کرل شوي، چې ۳۶۱۴۳۲ ټنه حاصل به ورکړي، د تېر کال په پرتله ۱۰فيصده زياتوالی په کې راغلی، په ځينو ولسوالۍ کې لکه پنجوايي، ژېړۍ، ډنډ او معروف کې د ږلۍ او سېلابونه له امله بعضې ساحې يادولای شو چې څه زيان ورته رسېدلی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د وروستیو سختو ورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله کرنیزې ځمکې ویجاړې او فصلونو ته زیان رسیدلی دی.