اطلاعات روز: ترکي رسنيو راپور ورکړی دی چې د دې هيواد حکومت له افغانستان سره پر ډیپلوماټيکو پاسپورټونو د ويزې د معافيت توافقليک ځنډوي.
د «صباح» ورځپاڼې له راپور سره سم، د ترکيې حکومت نن (چهارشنبه، ۹ د غبرګولي) اعلان کړی دی چې دا توافقليک د جون مياشتې له لومړۍ ورځې ځنډول کېږي.
د دې رسنۍ له راپور سره سم، دا توافقليک د دواړو هيوادونو تر منځ د ۲۰۰۸ کال پر مهال لاسليک شوی و، خو د ترکيې دولت يې د ختمېدو علت نه دی ياد کړی.
د صباح ورځپاڼې په راپور کې ويل شوي چې دا توافقليک افغانستان ته د ترکيې د کډوالۍ ادارې د يوه پلاوي تر سفر لږ وخت وروسته ختمېږي.
دې رسنۍ ويلي چې دې پلاوي د روانې زيږديزې مياشتې په لومړيو کې افغانستان ته سفر وکړ او ترکيې ته يې د افغان وګړو د غير قانوني کډوالۍ او د غير قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو په تړاو خبرې وکړې.
پر افغانستان د طالبانو تر دويم ځل واکمنېدو وروسته د هيواد زرګونه وګړي، دولتي چارواکي او سياسي څېرې ترکيې ته کډوال شوي دي او یا هم په دې هيواد کې د پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.
ترکيه له طالبانو سره هم په تعامل کې ده، په کابل کې يې خپل سفارت پرانيستی او په استانبول کې يې د افغانستان قونسلګري د دې ډلې استازي ته سپارلې ده.