په کندهار ولایت کې د سویلي زون لپاره تر ټولو ستر دولتي میرویس حوزوي روغتون چې د «چینایي روغتون» په نوم هم پیژندل کېږي دا مهال د امکاناتو نشت له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
میرویس حوزوي روغتون چې په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې د چین هیواد په مالي ملاتړ جوړ شوی په سویلي زون کې تر ټولو ستر روغتیایي مرکز ګڼل کېږي، چې هره ورځ د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ترڅنګ د ۱۱ نورو ولایتونو سلګونه ناروغان دغلته د درملنې په موخه مراجعه کوي. خو په دغه روغتون کې ناروغ لرونکي او ډاکټران وایي، چې د ملاتړو بنسټونو د مرستو بندیدو سره دا روغتون د پخوا په څیر خدمات نه شي وړاندې کولای او د طالبانو تر مدیریت لاندې خدمات په نشت حساب شوي دي.
د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ څخه ميرويس روغتون ته راغلی ناروغ عزيز الله وايي، مخکې ياد روغتون کې درملنه وړیا وه او ناروغانو ته درمل او خواړه په وړيا توګه ورکول کېدل، خو په وينا يې چې اوس یاد روغتون کې هیڅ شی نشته يوازې نسخې ورکول کېږي او ټول ناروغان اړ دي چې خپله درملنه له خپل شخصي لګښت څخه وکړي.
عزیزالله زیاتوي، چې د معدې د درملنې لپاره یې دغه روغتون ته مراجعه کړې، خو یاد روغتون ورته د امکاناتو او درملو د نشت له امله د عملیات لپاره یوه میاشت وخت ورکړی دی.
هغه وويل: «خواران او غريبان ټول دې روغتون ته د دوا لپاره راځي، خو روغتون خپله امکانات نه لري، د اکسيجن دستګاه شته، خو موږ ته یې ګټه نه رسېږي، دواوې ټولي له بازار څخه رانيسو، پخوا هر څه وو اوس يوه دانه پیچکاري نه لري، چې ډاکټرانو ته ووايو چې څه کېسه ده هغوی وایي، زموږ خپل معاشونه يې تر اوسه نه دي راکړي، شفاخانه سقوط کېږي، دلته چې د دې خوار ولس حالت ته وګورم ډير خفه شم، په ټول روغتون کې داسې څوک نشته چې يو پاکټ ګولۍ کومک راسره وکړي، په پخوا يې ښې دواوې درلودې ډير امکانات وو، اوس خو هيڅ شی نشته تمام روغتون په صفر کې ضرب دی.»
عزیزالله وایی، که د طالبانو حکومت، روغتیایي بنسټونو او د سره صلیب نړیواله کمېټه یاد روغتون له پامه وغورځوي، نو د بې وزله کورنیو پرمخ به د وړیا درملنې ټولې لارې وتړل شي.
د ميوند ولسواليو څخه راغلی سردار محمد بیا وايي، میرویس روغتون کې د درملو او امکاناتو نشت له امله يې خپل ناروغ د درملنې په موخه کندهار ښار کې يوه خصوصي روغتون انتقال کړی دی.
سردار محمد په ميرويس حوزوي روغتون کې اوسني طبي تجهيزات، روغتيايي پرسونل او درمل پر نشت حسابوي او زياتوي چې دغلته د ناسم مدیریت له کبله هر څه ګډوډ شوي دي.
سردار محمد وویل: «بې نظمي تر خپل حد اوښتې، درمل شته، عملیاتونه سم نه کوي وايي، امکانات نه لرو دواوې نه لرو، خلک چې وس لري هغه خپل مريضان شخصي شفاخانو ته بيايي هغه چې بې وسه دي ټول ورته ناست دي که يې مريض مري که ژوندی پاتېږي، دا شفاخانه د مسکينانو د تداوي لپاره تر ټولو ښه ځای و، خو اوس يې هر څه سقوط شوي، هيڅ څوک توجو نه ورته کوي، پخوا دا موسېساتو مرسته ورسره کوله اوس يې د شفاخانې د ریيس د بې غورۍ له امله هغه هم پرې بندې کړې زما مريض د پښتورګو تکليف لري دوی يو نسخه دوا لا نه لري چې ور يې کړي.»
دغه راز د کندهار ښار اوسېدونکی حکمت الله وایي، تر دې مخکې يې په ميرويس روغتون او نورو دولتي کلينيکونو کې وړيا درملو ته لاسرسی درلود، خو په خبره یې اوس هر کس اړ دی چې د خپلو ناروغانو لپاره په شخصي لګښت درمل او نور توکي راونيسي.
حکمت الله وويل: «په چينايي شفاخانه کې يې پخوا دواوې ورکولې، خو اوس چې مريض ورولو دوی پر بازار نسخه راکړي، که موږ مجبوره نه وای موږ دولتي شفاخانه مو څه کوله، خو شخصي ته به ورتلای، بيا اوس په بازار کې ترپخوا دواوې بيخي ډيرې ګرانې شوي، د خوار او غريب خو وس نه پرې رسېږي، موږ ۵ زره افغانۍ معاش اخلو هغه چې ۱۵۰۰ يا ۲۰۰۰ پر دوا ورکړو باره څه شی راته پاتېږي، دولت او موسېسات دې دې خوار ولس ته پاملرنه وکړي، دا خو کوچنۍ ستونزه نه ده د لوی کندهار ټول مريضان دغه روغتون ته مراجعه کوي، آن د فراه، غور او دايکندي ولايت څخه لا مريضان ورته راوستل کېږي، هغه يې دوی جوابوي.»
هغه پر ټولو روغتيايي او بشرپالو موسېساتو غږ کوي، چې په هيواد کې دننه د روغتيايي سکتور سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او د بې وزلو او اړمنو وګړو په سيمو کې د روغتیایي خدماتو اسانتياوې برابرې کړي.
ورته مهال په دې روغتون کې یو شمیر ډاکټران د خلکو ستونزې مني او وایي، چې د طالبانو د حکومت نه پاملرنه او ناسم مدیریت د دې سبب شوی، ترڅو دغلته شته روغتيايي پرسونل او ناروغان دواړه له ستونزو سره مخامخ شي.
میرویس روغتون کې یو تن ډاکټر چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، تر دې وړاندې د میرویس حوزوي روغتون د ټول پرسونل معاشات د (ای سي ار سي» موسېسې لخوا ورکول کیدل، خو په خبره یې چې د دې موسېسې د مرستو بندیدو سره د ټول روغتیایي کارکوونکو معاشات دولتي چوکاټ ته اوښتي او طالبانو یې په معاشاتو کې ۶۰ سلنه کموالی راوستی دی.
هغه وویل: «اوس خو موږ په روغتون کې درمل نه لرو، د خوراکې پروګرام نه لرو، معاشونه يې ۶۰ فيصده را کم کړل، د عامې روغتيا وزارت پاملرنه نه راته کوي، منظم برق نه لرو، دا کم ناچیزه امکانات چې په لاس کې لرو هغه هم ختمېږي، د حکومت مشران زموږ د حالت څخه ناخبره ده موږ په ډير بد وضعيت کې قرار لرو، دلته مريضان راځي ټول بې وسه خلک دي چې امکانات نه وي او موږ هيڅ هم په لاس کې ونه لرو باره څه کړو، په دې خو د صحت عامې وزارت او رياست دواړه ملامت دي.»
د ميرويس روغتون يو بل ډاکټر د نوم نه خپرولو په شرط وایي، د ناروغانو ترڅنګ دغلته روغتيايي پرسونل هم له ډيرو ستونزو سره مخامخ دی او که دغه روغتون ته پاملرنه ونه شي، نو سقوط به شي.
دغه ډاکټر زیاتوي، د سويلي زون ټول بې وزله وګړي د درملنې لپاره ميرويس روغتون ته مراجعه کوي، خو د امکاناتو نشت او نورو داخلي ستونزو له امله یې په سمه توګه درملنه نه کېږي.
ياد ډاکټر وويل: «هر کال موږ دلته ۴۴زره عملياتونه کوو، جراحي مريضان، داخله مريضان، کوچنيان او د مختلفو نورو بخشونو مريضان په داسې حالت کې دلته مراجعه کوي چې د يوې افغانۍ توان نه لري مګر دلته يې تداوي په وړيا شکل کېږي، بدبختانه چې دا شفاخانه اوس د ډير بد حالت سره مخ ده، د پرسونل معاشات نشته، درمل نشته، د خوار او غريب د تداوۍ لپاره هيڅ نشته، نورو ولايتونو ته توجو کېږي مکر دلته هيڅ توجو نه کېږي، بدبختانه که پاملرنه ورته ونه شي دا شفاخانه به سقوط شي»
بلخوا د سره صلیب نړیواله کمیټه چې پخوا یې د یو شمیر نورو روغتونونو ترڅنګ میرویس حوزوي روغتون سره د معاشاتو او درملو برخه کې مرسته کوله اوس یې هرڅه درولي او وایي، یوازې یې په بیړنیو حالاتو کې دې روغتون سره مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې وياند فرويز احمد فيضي وایي، د خپلو مرستو له بندېدو سره باوجود يې د ميرويس حوزوي روغتون لپاره د برېښنا توليدي سیستم جوړ کړی چې په وينا يې له دې وروسته به دا روغتون له ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمن وي.
فيضي زياتوي، چې په اضطراري حالتو کې له ميرويس روغتون سره د درملو په برخه کې نورو مرستو ته چمتووالی هم لري.
د ده په خبره، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې تېرو کلونو کې د افغان روغتياپالانو د ملاتړ لپاره ۱۱ زره صحي پرسونل ته د معاشونو د ورکړې ترڅنګ زرګونه بې وزله وګړو ته وړیا درمل ورکړي دي.
په ورته وخت کې د ميرويس حوزوي روغتون ځايي مسوولين دا ستونزې مني او زياتوي، دا مهال له ډير سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دي.
دوی وایي، د طالبانو د عامې روغتيا وزارت او کندهار کې د دغې ډلې د عامې روغتيا له رياست سره یې خپلې ټولې ستونزې شريکې کړي، خو تر اوسه يې د رد او قبول ځواب نه دی ترلاسه کړی.