اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یوې میرمنې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
د طالبانو پولیس زیاتوي، چې دغې میرمنې تېره ورځ (شنبه، ۲۶ د غبرګولي) د ارغستان ولسوالۍ اړوند «بوقعې کلي» کې ځان زندۍ کړی دی.
د پولیسو په وینا، یادې میرمنې د عصبي ستونزو له امله په خپل کور کې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
طالب پولیس وایي، د دغې میرمنې د واده شاوخوا څلور کلونه تېریدل، خو تر اوسه یې کوم اولاد نه درلود.
هیواد کې فقر، بې کاري، کورنی تاوتریخوالی او د ښځو پر وړاندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونه د داسې پیښو اصلي لاملونه بلل کېږي.