اطلاعات روز: کابل کې د امریکا سفارت د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ژر درېدو غوښتنه کړې او ویلې یې دې چې د خبریالانو د وژونکو له قانوني څارنې او ژر څېړنې ملاتړ کوي.
د دې وزارت په یو پیغام کې چې نن (چهارشنبه، ۱۳ د کب) خپور شوی، په ضمني توګه د افغانستان له حکومته غوښتل شوي چې د خبریالانو د قاتلینو د جزا ورکولو له بښنې دې لاس واخلي، د بیان له ازادۍ دې دفاع او خبریالانو دې هم ساتنه وکړي.
د امریکا په دې پیغام کې د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون پخواني برنامه چلوونکي یما سیاوش د وژنې په اړه راغلي، چې د نږدې څلور میاشتو تېرېدو وروسته لاتراوسه یې هم عاملین پېژندل شوي نه دي.
له دې وړاندې په ځلونو د یما سیاوش کورنۍ حکومت د نوموړي د وژونکي په پېژندلو کې په نه هوډ تورن کړی. د سیاوش کورنۍ ان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم د نوموړي د قتل څېړنه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.
له بلې خوا، کابل کې د امریکا سفارت په داسې مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ژر بندېدو غوښتونکی شوی چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم یو خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شوې.
طالبانو په دې پښه کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي. د ننګرهار پولیس وایي، د دې پېښې اصلي پلانوونکی یې نیولی دی.
د دې کارکوونکو وژنه له پراخ کورني او بهرني غبرګونونو سره مخ ده. له خبریالانو او رسنیو مدافع بنسټونو له حکومته غوښتي چې د دې پېښې لاملین پیدا او په جزا دې ورسوي.